یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهغور کې يو هلک او نجلۍ په درو وهل شوي

غور کې يو هلک او نجلۍ په درو وهل شوي

تاند:( سې شنبه،د سنبلې دوه ويشتمه)‏‏ د غور په دولت یار ولسوالۍ کې طالبانو پرون يو هلک او نجلۍ د نا مشروع اړيکو په تور په عام محضر کې په درو وهلي.

ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي،چې پر دغه هلک او نجلۍ د ۳۹‌درو پریکړه طالبانو کړې وه او په عام محضر کې يې دغه سزا پرې تطبیق کړې ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

مخکې د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستیال د صحرايي محکمو په نه تر سره کیدو ټينګار کړی و.

شنونکي باور لري،چې طالبان په داسې کړنو او له اسلامي شریعت څخه په غلط تعبير له تېرې واکمنۍ څخه يې دا ځل ډېر سخت دریځه شوي او په داسې ډول به ېې د واکمنۍ دوام له سختو ننګونو سره مخامخ شي.

1 COMMENT

  1. نه پوهیږم چی د عباسی خلافت د درباری مُلایانو په فقهی کتابونو کی به د هغه چا او ډلی مجازات څه وی کوم چی د لاهور او لندن سره ئې نامشروع او مزدورانه یارانه او اړیکی درلودلی او ۳۰ میلونه وګړی ئې یرغمل کړیدی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب