Homeخبرونهمجاهد:د ملګرو ملتونو راپور پروپاګند دی،زموږ په لاسته راوړنو ېې سترګې پټې...

مجاهد:د ملګرو ملتونو راپور پروپاګند دی،زموږ په لاسته راوړنو ېې سترګې پټې کړي

تاند:( سې شنبه،د سنبلې دوه ويشتمه)‏‏ ‏په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتو د استازي ریچارډ بېنېټ راپور مغرضانه او له واقعیتونو څخه لیرې دی.

د مجاهد په وينا، نوموړي په خپل راپور کې د دوی د يو کلنې واکمنۍ پر سلګونو پرمختګونو سترګې پټې کړي.

طالب ویاند زیاتوي،چې د ملګرو ملتونو راپور جوړونکي یو څو مشخصو مواردو ته په غلط برداشت او ناسمو معلوماتو سره اشاره کړې.

د طالبانو د ادارې وياند زياتوي:«نن په افغانستان کې د ښځو ژوند ته کوم تهدید متوجه نه دی، هيڅ افغان ښځه په جګړو او چاپو کې نه خپله وژل کیږي اونه هم نورخپل خپلوان له لاسه ورکوي، اوس د افغان میرمنو عزت ته څوک په سپکه نشي کتلای.»

ذبیح الله مجاهد په زندانونو کې د سلګونه تنو بې ګناه کسانو د موجودیت ادعاوو ته په اشارې لیکلي:«‏د هيڅ افغان میرمنې اولادونه په بي ګناه ډول په زندانونو کې نه دي پراته، په هیواد کې ۱۸۱ دولتي او شخصي پوهنتونونه د ښځينه وو او نارینه وو پرمخ خلاص دي، د هیواد پاتې ۷۰ سلنې خاورې ته د تعلیم اوتربيې پروسه غزول شوې ده.»

مجاهد د ملګرو ملتونو سازمان د کړنو په اړه نیوکې کړي او ويلي:«له دې سرچپه قضاوت څخه جوتیږي چې د دغه لوی نړیوال سازمان څخه په څومره ښکاره ډول سوء استفاده کیږي او په آدرس يې غلط معلومات خپریږي؟؟!»

د طالبانو ویاند زیاتوي:«داچې د ملګروملتونو له آدرسه بې مسئولیته، عقده مندانه څرګندونې خپریږي او د ا.ا په ضد خصمانه دريځ نیول کیږي، موږ يې غندو او د تأسف وړ يې بولوو.»

‏د ده په ادعا ،داسې کړنو دوام به د دغه ستر سازمان نړیوال حیثیت لا هم تر پوښتنې لاندې راولي او واضحه به شي چې دغه سازمان نړیوالو مسائلوته یواځې د څو هیوادونو له عینکو څخه ګوري او پرپاګند کوي.

دا په داسې حال کې ده،چې هره ورځ د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د طالبانو د مخالفانو د صحرايي محکمو، وژنو،شکنجو او سپکاویو راپورونه خپريږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...