Homeخبرونهسوداګر: ط-انو نا امني او فساد ختم کړی،خو مالياتي ستونزې ېې زیاتې...

سوداګر: ط-انو نا امني او فساد ختم کړی،خو مالياتي ستونزې ېې زیاتې کړي

تاند:( سې شنبه،د سنبلې دوه ويشتمه)‏‏ ‏د‌ طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکتور په همغږۍ د کابل په چمن حضوري کې د کورنیو تولیداتو صنعتي او ساختماني ملي نندارتون پرانيستی.

د‌ دغه نندارتون په پرانيستغونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي خان جان الکوزي ويلي، چې د طالبانو له واکمنيدو سره د سوداګرو ډېرې ستونزې، په خاص ډول د فساد او نا امنۍ له پلوه حل شوي.

 هغه په ورته وخت کې د طالبانو ادارې سره مالیاتي او ګاونډیو هیوادنو سره د ډمپینګ ستونزې یادې کړي ،چې سوداګر يې حلیدل غواړي.

په دې غونډه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي،چې په راتلونکې کې چین ،قطر او ځینو نورو هیوادونو په خپلو کورنيو او نړیوالو نندارتونو کې افغان صنعت کارانو او تولید کونکو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د سوداګرو، صنعت کارانو او نورو مالیه ورکوونکو د طالبانو له ادارې شکايت کړی،چې ماليه ېې په بېساري ډول پرې زیاته کړې او ډېرو ستونزو سره ېې مخ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...