یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل:«شېر سياه سنګ» د يوه ماشوم د تښتولو په وخت ونيول شو

کابل:«شېر سياه سنګ» د يوه ماشوم د تښتولو په وخت ونيول شو

تاند:( سې شنبه،د سنبلې دوه ويشتمه)‏‏ ‏د کابل لپاره د طالبانو چارواکي وايي،چې امنیتي ځواکونو یې د شېر سیاه سنګ په نوم یو کس چې په غلا، انسان تښتوونو او جنایت کارۍ باندې مشهور و، د یوه ماشوم د تښتوولو پر مهال لاس په لاس نیولی دی.

د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې لپاره د طالبانو آمر مولوي فیض الرحمن زبیر وویل، چې د نیول شوي کس اصلي نوم احسان الله دی او په شېر سیاه سنګ مشهور وو.

د ملا زبیر په وینا شېر سیاه سنګ چې د انسان تښتونې او وسلوالو غلاوو په ګڼو قضیو تورن دی، تېره ورځ هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل يې د ساحل په نوم یو ماشوم د کارته نو له سیمې څخه وتښتوي.

په وروستيو کې د فقر، اقتصادي ناورين او پراخې وزګارتیا له کبله د انسان تښتونې د پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکړل شوي.

طالبانو د ډېرو پېښو د عاملینو د نیولو خبر ورکړی،خو خلک نیوکه کوي چې مجرمینو د نیولو له دومره خبرونو سره لا هم په جرمونو کې کمښت نه دی راغلی.

1 COMMENT

  1. دا کسان ټول تنظیم شوی مجرمان او چپاولګران دي. دوی د فقر او یا غریبۍ نه تښتونې نه کوي. دا حرموني د غلا شوقیان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب