یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین د علي وزير د‌ ژر خوشې کیدو خبر ورکړ

منظور پښتین د علي وزير د‌ ژر خوشې کیدو خبر ورکړ

تاند:( سې شنبه،د سنبلې دوه ويشتمه)‏‏ ‏د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین له پاکستاني زندان څخه، د دغه غورځنګ د رهبرۍ د غړي علي وزير د‌ ژر خوشې کیدو خبر ورکړی.

ښاغلي پښتين په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي،چې علي وزير به ژر په ضمانت را خوشې کړل شي.

علي وزير د‌ پاکستان په پارلمان کې د وزيرستان استازی هم دی،خو پاکستان له شاوخوا دوه نیمو کلونو راهيسې له دې کبله بندي کړی،چې د پاکستان تر کنټرول لاندې پښتنو او نورو افغان سیمو کې د پاکستان د پوځ د مرموزو لوبو او وژنو خلاف غږ پورته کړی و.

ښاغلي وزير په ځلونو،د پاکستان پوځ د پښتنو قاتل او ستر دښمن ګڼلی او پر ضد ېې د پښتنو د بیدارۍ او نړيوالې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

پاکستان د نوموړي له بندي کیدو وروسته،ډېر ځله په ضمانت د نوموړي د خوشې کیدو ژمنې کړي،خو پر دې ژمنې ېې عمل نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب