Homeخبرونهد بریتانیا د ملکې مړی په هغه الوتکه کې لندن ته وړل...

د بریتانیا د ملکې مړی په هغه الوتکه کې لندن ته وړل کېږي چې افغانان یې له کابله ایستلي و

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲۲مه) نن ماښام به د بریتانیا د ملکې تابوت په هغه الوتکه کې لندن ته یووړل شي چې د تېر کال په اګست کې یې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له افغانستانه زرګونه افغانان وایستل.

د ملکې الیزابیت مړی به له ادنبرا څخه د سلطنتي هوايي ځواک په سي – ۱۷ ګلوبماسټر الوتکه کې لندن ته راوړل شي او د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر ۱۹ مه) خاورو ته وسپارل شي.

ګلوبماسټر الوتکه د اوږدو سفرونو لپاره جوړه شوې او له هغې څخه په جګړه، سوله ساتو ماموریتونو او د بشري مرستو په رسولو کې کار اخیستل کېږي.

دا الوتکه د چینوک څرخکو، پوځي وسایطو او نورې درنې وسلې څه باندې ۸ زره کیلومتره او په څه باندې ۳۵ زره فوټه ارتفاع کې وړي. په مجموع کې ګلوبماسټر الوتکه ۴۵ زره کیلو وزن وړلی شي.

د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ وروسته په دې الوتکه کې شاوخوا ۱۵ زره تنه له کابل څخه وایستل شول. همداراز په دې الوتکه کې د روسیې د یرغل خلاف اوکراین ته بشري مرستې او وسلې وړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...