Homeخبرونهمجاهد: پنجشېر کې ۴۰وسله وال مخالفان وژل شوي او ۱۰۱نور ژوندي نیول...

مجاهد: پنجشېر کې ۴۰وسله وال مخالفان وژل شوي او ۱۰۱نور ژوندي نیول شوي

تاند:( سې شنبه،د سنبلې دوه ويشتمه)‏‏ ‏‏په افغانستان کې د طالبانو حاکمه اداره وايي،چې د  پنجشیر په رخه، دره او افشار ولسوالیوکې ېې د خپلو وسله والو مخالفانو په ضد پراخ تصفوي عملیات ترسره کړي.

د طالبانو د ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: په دې عملياتو کې د ۳ قومندانانو (فهیم کماندو، جواد او محمدیار) په ګډون ۴۰ تنه وژل شوي، د قومندان ملک خان په شمول ۱۰۱ تنه ژوندي نیول شوي، وسلې يې هم تر لاسه شوي دي.

نوموړي ويلي،چې په عملياتو کې وژل شویو او نیول شویو کسانو غوښتل د خلکو امنیت خراب کړي.

 طالب وياند نه دي ویلي،چې وژل شوي او نیول شوي کسان د دوی د کومې وسله والې ډلې اړوند دي.

په پنجشېر کې تر ډېره د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو خلاف د وسله والې جګړې راپورونه ورکړل شوي.

د يادې ډلې په ګډون د طالبانو نورو وسله والو مخالفانو د دغو ادعا شویو عملیاتو او جزیاتو په اړه ېې څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...