دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکابل: عربي اماراتو ته د ممیزو کارتنونو کې قاچاق کېدونکي نیشه یي...

کابل: عربي اماراتو ته د ممیزو کارتنونو کې قاچاق کېدونکي نیشه یي توکي نیول شوي

تاند:( سې شنبه،د سنبلې دوه ويشتمه)‏‏ ‏‏د طالبانو مالیې وزارت وايي چې د کابل نړیوال هوایي ډګر د ګمرک د صادراتو په ګدام کې يې د پلټنې مسئولینو، پرون پر ۱۲۵ کارتنه تورو ممیزو کې ګډ شوي نشه یي توکي ترلاسه کړي دي.

سرچينه زياتوي، څو مسافرو چې غوښتل یې په ماهرانه ډول نيشه یي توکي عربي متحدو اماراتو ته په قاچاقي ډول ولېږدوي؛ د یاد ګمرک د صادراتو په ګدام کې د پلټنې پرمهال لاس په لاس نیول شوي او د تحقیقاتو په موخه اړونده ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې یې هم د هېواد په بېلابېلو ګمرکونو کې، د قاچاق مخه نیولې او تورن کسان يې اړونده عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

طالبانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

 د طالبانو له واکمنيدو سره په افغانستان کې د نيشه يي توکيو پر کر او قاچاق د جدي بندیز اعلان شوی.

له دې سره بیا هم، ځینې هېوادونه له دې کبله چې د طالبانو قومندانان د نيشه يي توکيو په کاروبار کې له پخوا ښکېل بولي، د‌ نيشه يي توکيو د قاچاق د زیاتوالي اندیښنه څرګندوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب