دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان د تازه دمه افغان کډوالو د بایومټریک شکمنه لړۍ پیل کړې

پاکستان د تازه دمه افغان کډوالو د بایومټریک شکمنه لړۍ پیل کړې

تاند:( سې شنبه،د سنبلې دوه ويشتمه)‏‏ ‏‏له پاکستان څخه تاند ته رسیدلي معلومات څرګندوي،چې د دغه هېواد پولیسو او نورو امنيتي ادارو په پلازمېنه اسلام اباد او ځينو نورو سیمو کې د افغان کډوالو پر وړاندې قيودات سخت کړي.

پاکستاني رسنيو د قيوداتو سختیدو اصلي دليل د اسیا د کرکټ جام پر مهال د افغانستان او پاکستان د ځينو لوبغاړو ناندرۍ او په دوام یې په پاکستان کې د ځینو افغان کډوالو له لوري د پاکستان د بیرغ سپکاوی بولي.

په پاکستان کې مېشتو یو شمېر تازه دمه افغان کډوالو بيا تاند ته ویلي،چې د پاکستاني رسنيو دغه ادعاوې بې بنسټه دي.

د دوی په وینا، پاکستاني ځواکونو په وروستيو کې له دوی څخه د پيسو شوکولو او تر ټولو دا چې د ګوتو د بایومټریک اخيستو لپاره نوي قيودات پیل کړي.

دغه کډوال،چې د پرزول شوي جمهوري نظام امنيتي منسوبين هم پکې شامل دي،وېره لري چې د پاکستان حکومت یې له معلومولو وروسته د طالبانو اداری ته ونه سپاري.

د پاکستان د هریپور کمپ يوه اوسېدونکي تاند ته وویل،چې په دې کمپ کې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته یو شمېر مېشت شوي پخواني افغان امنيتي ځواکونه نادرکه شوي.

سرچينه زياتوي،چې په دې کمپ کې د ډېرو افغان طالب چارواکو کورونه هم دي او ممکن هغوی پخوانيو افغان ځواکونو ته ستونزو جوړولو کې ونډه ولري.

د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.

له څه مودې راهيسې ترکېې او ایران څخه هم، چې د طالبانو ادارې سره ښې اړيکې لري،د پخوانيو افغان ځواکونو پر وړاندې د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب