Home+د کمپیوټرپوهنې سترې جایزې

د کمپیوټرپوهنې سترې جایزې

کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه

لیکوال: هیري هنډرسن

ژباړه: رحمت شاه فراز

څلور دېرشمه برخه

د کمپیوټرپوهنې سترې جایزې

په دې ځای کې د کمپیوټر پوهنې او ټکنالوژۍ په ډګر کې څو سترو جایزو ته کتنه شوې.

د کمپیوټري ماشینرۍ ټولنه (ACM)

۱- د اې سي ایم ټیورنګ جایزه

د اې سي ایم ټیورینګ جایزه «هغه چاته ورکول کېږي چې د کمپیوټرپوهنې په ډګر کې د تخنیکي نوعیت لاسته راوړنو لپاره غوره شوی وي. د نوموړي لاسته راوړنې باید د کمپیوټرپوهنې په برخه کې اوږدمهاله او لوی تخنیکي اهمیت ولري.»

۲- د ایکرټ – ماؤکلي جایزه

دغه جایزه چې ACM او IEEE کمپیوټري ټولنه يې مشترک صلاحیت لري، «هغه چاته ورکول کېږي چې د کمپیوټر او ډیجیټل سیسټمونو د ارکیټکچر (ساختمان) په برخه کې يې خدمتونه ترسره کړي وي او اوسمهال د کمپیوټر ارکیټکچر مسلک په خپله لمنه کې د هارډویر-سافټویر مشترګ ډیزاین او د کمپیوټري او ډیجیټل سیسټمونو تحلیل او انالیز رانغاړي.»

۳- ګریس مري هوپر جایزه

د ACM اداره یاده جایزه «د کمپیوټرپوهنې په برخه کې د کال مخکښ مسلکي ته ورکول کېږي … چې د یوې نوې سترې تخنیکي یا خدماتي لاسته راوړنې په اساس غوره کېږي.»

د الکترونیکي پولې بنسټ (EFF)

۱- د سرلاري جایزه (Pioneer Award)

د EFF سازمان د «سرلاري جایزه» هغو سرلارو ته ورکوي چې «د علم، خپلواکۍ، مؤثریت او مفیدیت پراختیا ته يې کار کړی وي.»

IEEE کمپیوټري ټولنه

۱- د کمپیوټر سرلاري جایزه

د IEEE کمپیوټري ټولنه «د کمپیوټر د الکترونيکي ډګر په مفاهیمو او پرمختګونو کې د خدماتو لپاره دغه جایزه ورکوي، داسې خدمات چې د کمپیوټرپوهنې په برخه کې یې شته ټکنالوژۍ ته معلوم پرمختګ ورکړی وي.» یاده جایزه د یوې لاسته راوړنې تر انتخابېدو لږ تر لږه پنځلس کاله وروسته ورکول کېږي.

۲- د ټکنالوژۍ او نوښت ملي میډال

د ټکنالوژۍ او نوښت ملي میډال چې پخپله د امریکا د ولسمشر له خوا ورکول کېږي، «د امریکې سترو نوښتګرو وګړو ته د امریکا د ولسمشر له خوا ورکول کېدونکی تر ټولو لوړ ویاړ دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...