زموږ په هېواد کې جگړه دومره اوږده شوه چې د څو نسلونو ژوند یې اغېزمن کړ او د وژنو شمېر یې یا نه دی مالوم او که مالوم هم وي، ښايي شمېرې به یې ناسمې وي. د جگړې بلا ترڅنگه اوس بله بلا رامنځته شوې ده چې د لوږې څونامي نومېـږي، ښايي د لوږې څونامي هم بېشمېره خلک یا د گور تیارو ته ولېـږي او یا یې اوسنی او راتلونکی ژوند داسې اغېزمن کړي چې متضرر به د یوه معیوب په ډول له ژونده پېښمانه وي او د نورو خلکو پر اوږو به بار وي.
د لوږې څونامي د منفي پایلو په باب په یوه وړاندوینه کې اټکل شوی دی چې ښايي د لوږې څونامي تلفات به د شل کلنې جگړې تر تلفاتو ډېر وي. د نجات نړیوالې کمیټې په یوه رپوټ کې ویلي دي چې د افغانستان درې څلوېښت سلنه خلک په څلېرویشت ساعتونو کې په یوه وخت ډوډۍ گوزاره کوي.
دې ستونزو ته په کتو سره له عامو خلکو لار ورکه ده او نه پوهېږي چې څه وکړي. په یوه کورنۍ کې پلار، ورور او نور مشران په یوه او بل نامه وژل کېـږي، د غیرت؟ درجه مو له سل نه ورتېره او ملیون درجې ته رسېـږي، خو خپل اولاد ته د وچې ډوډۍ د رسولو ځواک نه لرو، هغه کورنۍ به ځان ډېر نېکمرغه گڼي چې یا مرستې ترلاسه کړي او یا دا خبر واوري چې زموږ د وطن وږي یتیمان بهرنیان راته ساتي. په دې ورستیو کې ترکیې هېواد ویلي دي چې په کابل کې د يتيم پالنې شل زره کسيز مرکز جوړوي. په دې هکله د تاند په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:
«تاند( جمعه ، د اسد ۲۱ مه) د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر د ترکیې د نړیوال خیریه بنسټ (I.H.H) له استازو سره د لیدنې پر مهال په کابل کې د دغه بنسټ له لوري د يتيم پالنې د يوه مرکز د جوړولو په اړه خبرې کړي دي.
د دغه بنسټ استازو ويلي،چې دوی له دیرشو کلونو راهیسې د نړۍ په ۱۳۰ هیوادونو کې خیریه فعالیتونه ترسره کوي، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د یو تعلیمي کمپلیکس د جوړولو هوډ لري، چې د ځینو اداري مرحلو له بشپړېدلو وروسته به ورباندې عملا کار پيل شي.
د سرچينې په وينا ،دوی د افغانستان له څلور زره ثبت شویو یتیمو ماشومانو سره هره میاشت ځانګړې مقدار مالي مرسته کوي او په نږدې راتلونکې کې به د ثبت شویو یتیمانو شمیر شل زرو ته ورسوي.
د نوموړي په وینا، یاد بنسټ په افغانستان کې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولوپه برخه کې هم ځانګړي پلانونه لري.
د طالبانو د پوهنې وزیر د هغوی د بشري او تعلیمي مرستو له امله مننه او ژمنه کړې، چې د یاد بنسټ د ثبت او راجسټریشن د اداري مراحلو په بشپړولو او یاد بنسټ ته د هرډول اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې پوره هڅه او هاند کوي.»
ښايي د ځینوهېوادونو دا مرستې د بشردوستۍ له مخې وي، خو تجربو ثابته کړې ده چې ځینې هېوادونه او خیریه مؤسسې د دې مرستو ترڅنگه نورې موخې او پلانونه هم لري چې په نورو بلاوو خلک اخته کوي.
څو ورځې مخکې په افغانستان کې نویو واکدارانو خپل هغه پلان له میډیا سره شریک کړ چې له ښارونو، بازارونو او لارو کوڅو نه سوالگر را ټول کړي. دا ښايي د نویو واکدارانو له نظره د لوږې څونامي د کنترول او مخنیوي له پاره یو مؤثر کار وي، بیا هم د تاند رپوټ:
«تاند( جمعه ، د اسد ۲۱ مه) د طالبانو د رييس الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند دفتر ویلي، چې راتلونکې شنبه په کابل کې د سوالګرو د راټولولو بهیر پیلېږي.
د نوموړي دفتر د معلوماتو له مخې، د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله د حکم پر اساس د سوالګرو او فقیرانو راټولولو لپاره د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ کمېټه جوړه شوې چې سر له شنبې به خپل فعالیت پیل کړي.
سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
مخکې د طالبانو خبري سرچينو ويلي،چې مستحق او غير مستحق سوالګر معلوموي، سرپرست لرونکو ته پر سرپرستانو ېې نفقه تامینول جبري کوي او بې سرپرستو ته به د طالبانو حکومت معاشونه وټاکي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس په یوه تبصره کې لیکلي وو،چې د دې اقدام يو هدف د سوالګرو په جامه کې د احتمالي جرمونو پر وړاندې مبارزه او بل هم د دوی د فعالیت له وجې د ښار د بې نظمۍ او د طالبانو د واکمنۍ د اتوريتې د زيانمنیدو مخنيوی دی.
د طالبانو منتقدینو بیا له دوی پوښتلي،چې شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانان دوی له لاسه فقر او سوال ته ناست دي، څومره کسان به له سوال څخه منع او معاشونه به ورته له کوم مدرکه وټاکي؟»
فکر کوم چې د سوالگرو د ټولولو او له سوال منعه کولو یاده لړۍ پیل شوې هم ده. که احیاناً دا پروگرام ترسره شي او د واکدارانو د پلان له مخې بریالی هم وي، زه فکر نه کوم چې دا به د حل لاره وي. د حل ترټولو سمه لار به دا وي چې خلک خپلو کارونو ته پرېښودل شي او بېکارانو ته د کار زمینه برابره کړای شي.
له یوې خوا د نویو واکدارانو نویو پالیسیو او نویو قوانینو ډېر خلک له دندو بې برخې کړل او د لوږې څونامي ته یې په زوره وربرابر کړل، له بلې خوا په همدې وخت کې په نړیواله کچه، په تېره په افغانستان کې طبعي او غیر طبعي پېښې (زلزله ـ وچکالي ـ سېلاوونه ـ جگړه او…) داسې پرلپسې رامنځته شوې چې له خلکو نه لارې ورکې کړې دي.
رپوټونه داسې وايي چې افغانستان کې وچکالي دوه چنده شوې. څنگه چې په افغانستان ګې ډېری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، نو دې رامنځته شوې وچکالي نېغ په نېغه د خلکو پر ژوند سمدستي منفي اغېز کوي او خلک له گڼو ستوزو سره مخ کوي. د همدغو دلایلو پر بنا ډېره سلنه خلک د خپلو اړتیا وړ خوراکي توکو د پېرلو توان نه لري.
څنگه چې اداري فساد د افغانستان پر ټولنه حاکم دی، نړیوالې مرستې هم ښايی اړمنو ته په سم ډول ونه رسېـږي، گنه د نړیوالو مرستو هغه شمېرې چې په میډیا کې وړاندې کېـږي، که په پوره او سمه توگه اړمنو ته ورسېـږي، سره له دې چې اساسي حل لاره نه ده، خو تر یوې مودې پورې خو یې ستونزې ور حلولای شي.
د روان ۲۰۲۲ ام کال د جولای پر اتمه تاند رپوټ ورکړ چې:
«په تېرو ۱۰ میاشتو کې افغانستان سره د نیږدې یو میلیارد ډالرو نقدي مرسته شوې ده»
لس میلیارده ډالره که په سم ډول ولگول شي، د افغانستان غوندې یوې بیوزلۍ ځپلي هېواد ته ډېر لوی مبلغ دی چې د سملاسي مرستو تر څنگ د نویو کاري زمینو د رامنځته کولو شرایط برابرولای شي.
د لوږې ستونزه او د خوراکي توکو په وخت نه رسېدل اوسمهال په یوې نړیوالې ستونې باندې بدله شوې ده. ځینې هېوادونه او خلک د رنگارنگ امکاناتو زېرمې لري او کولای شي خپلو خلکو ته خوراکي توکي ورسوي، خو هغه هېوادونه او خلک چې د بېلابېلو دلایلو له مخې، د پولۍ پرق ته ناست وي، د هغوی له پاره د لوږې ستونزه د یوې ورانونکې څونامي حیثیت لري چې پر ټولو خلکو باندې منفي اغېز اثر کولای شي، په تېره پر ښځو او ماشومانو باندې.