Homeخبرونهد چین سفیر:د مس عینک پروژې د استخراج چارې به ډېر ژر...

د چین سفیر:د مس عینک پروژې د استخراج چارې به ډېر ژر پیل کړو

تاند( چار شنبه ، د سنبلې دويمه) په کابل کې د چین سفیر ‏وانگ یو د طالبانو د معادن او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره لیدلي.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي،چې دواړو لوريو د مس عینک او آمو سیند د پروژې د ستونزو په اړه بحث او د نظرونو تبادله کړې ده.

 په اعلامیه کې د چین د سفير له قوله ويل شوي،چې د مس عینک پروژې چارې او استخراج به ډېر ژر پیل شي.

طالبانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د مس عینک پروژې د استخراج پروژه له ډېرو کلونو راهيسې په جمهوري نظام کې چين ته ورکړل شوې وه،خو په مختلفو دلایلو دا پروژه نه عملي کیده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...