یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهباميان ته د یونیسکو د استازي سفر؛ د زاړه بازار پر موزیم...

باميان ته د یونیسکو د استازي سفر؛ د زاړه بازار پر موزیم جوړولو غږيدلې

تاند( چار شنبه ، د سنبلې دويمه) په افغانستان کې د يونسکو سيمه ييز مسوول پاتريشيا مک فليپس او د يونسکو سازمان فرهنګي مسوول براندون کاسار پرون باميان ته د سفر پر مهال له طالب والي او سره د باميانو د زاړه بازار موزيم د جوړولو او د لرغونو اثارو د ساتنې په اړه خبرې اترې کړي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې،په دې کتنه کې د دوی والي مولوي عبدالله سرحدي وويل چې د غلغلې او ضحاک ښار او د باميانو بودا په ګډون د نړۍ ميراثونو د ساتنې لپاره يو محافظتي دېوال جوړ شي چې د ويجاړېدو او غصب مخه يې ونيول شي.

په دې کتنه کې د يونسکو فرهنګي مسوول براندون کاسار وويل؛ دغه موضوع امکان لري او موږ ستاسو وړانديز د يونسکو نړيوال سازمان له رياست سره شريکوو.

وروسته د يونسکو مسوولين د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ د طالب رييس په ملګرتيا د باميانو د فرهنګي مرکز ته چې د يونسکو سازمان له خوا د چوڼې په غونډۍ کې جوړه شوې ده لاړل او د دغه مرکز کتنه يي وکړه.

د يونسکو سيمه ييز مسوول د دغه سازمان له فرهنګي مسوول سره د دغه مرکز بېلابېلې څانګې وکتلې او د دغه مرکز جوړول يې د باميانو د تاريخي اثارو يوه مهمه لاسته راوړنه وبلله.

دغه راز پلاوي د باميانو د فرهنګي ميراثونو له مرکز څخه کتنه وکړه.

طالبانو د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال د خپل لوی مشر ملا محمد عمر په امر د باميانو د بودا څو بوتان ونړول،چې دا کار ېې د افغانستان له فرهنګ او تاريخ سره لویه دښمني وګڼل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب