Homeخبرونهسېلونو کندهار کې۶تنه مړه کړي

سېلونو کندهار کې۶تنه مړه کړي

تاند( چار شنبه ، د سنبلې دويمه) په افغانستان کې د ځپونکو ورښتونو او سېلونو په دوام، نن سهار د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د شدیدو ورښتونو له امله راغلو سیلابونو شپږ کسان وژلي.

ځايي سرچينو ويلي،چې سربېره پر دې سېلونو یو شمیر کورونه او حکومتي تاسیسات هم ويجاړ کړي.

د کندهار د معروف ولسوالۍ د طالبانو امنیه قومندان ملا طاهر ادریس وایي، د سیلابونو له امله دغه ځاني او مالي تلفات د معروف ولسوالۍ په مرکز کې رامنځ ته شوي .

د نوموړي په وینا سیلابونو د ملکي خلکو لسګونه کورونه او د معروف ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ او محبس ودانۍ هم تخریب کړي .

په وروستيو کې د افغانستان ډېرې برخې ورته ورښتونو او سېلونو ځپلي.

 ‏‏د هوا پېژندنې ادارې پرون د کندهار په ګډون د افغانستان په ۲۲ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلاوونو د وتو وړاندوینه کړې وه.

وروستيو طبيعي پېښو افغانستان په شدت سره ځپلی او د سلګونه تنو د مرګ ژوبلې تر څنګ ېې زرګونه کورونه وېجاړ کړي.

د‌ پېښو زيانمن شوي‌ د طالبانو له حاکمې ادارې او نړیوالې ټولنې غواړي چې د لاسنیوي لپاره ېې عاجل لاس په کار شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني پرون وویل،چې نړيوالې بشرپاله ادارې دې په پوره امنیتي ډاډ خپل کارکوونکي د افغانستان د وروستيو طبيعي پېښو د زيانمنو مرستې ته واستوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...