Homeخبرونهکابل کې څه باندې يو نيم سل قابله ګانو د دندې لپاره...

کابل کې څه باندې يو نيم سل قابله ګانو د دندې لپاره ازموينه ورکړه

تاند( پنجشنبه ، د سنبلې درېيمه) ‏د ‎کابل په روغتونونو کې د جذب په موخه له ۱۵۰ څخه زیاتو ښځینه نرسانو څخه ازموینه واخیستل شوه.

 د عامې روغتیا وزارت طالب مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحب زاده وایي چې د ازموینې له پایلې وروسته به ۵۰ بریالۍ نرسانې په روغتونونو کې په دندو وګومارل شي.

روغتيا وزارت د افغانستان يوازينی حکومتي ارګان ګڼل کيږي،چې ښځینه پکې د پخوا په شان دندو ته دوام ورکوي او طالبانو ډېړې ننګونې نه دي ورته جوړې کړي.

څو ورځې مخکې په جلال اباد کې هم یو شمېر ښځو نه ورته ازموينه اخيستل شوې وه.

 د طالبانو له واکمنيدو سره د افغانستان څه باندې ۳میلیونه له شپږم څخه د پورته ټولګيو زده کوونکې نجونې له زده کړو او سلګونه زره نورې مېرمنې له نورو دندو څخه منع شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...