دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهسيګار: افغانستان کې د سلګونه ميليونه ډالرو د غلو موندلو ته نيږدې...

سيګار: افغانستان کې د سلګونه ميليونه ډالرو د غلو موندلو ته نيږدې شوي يوو

تاند( پنجشنبه ، د سنبلې درېيمه) د افغانستان د بیارغونې له چارو د امریکا د څارنې ادارې سیګار مشر پلټونکي جان ساپکو ويلي،چې په افغانستان کې د امريکا د سلګونه میلیونه ډالرو د حیف و میل کیدو د عاملینو موندلو ته نيږدې شوي دي.

نوموړي بي بي سي ته په یوه ځانګړې مرکه کې وويل،چې په دې اړه له افغانستان څخه وتلو با خبره سرچينو کافي معلومات په واک کې ورکړي.

هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل،خو زياته ېې کړه چې د جمهوري نظام له سقوط او هېواد نه د سلګونه زره افغانانو وتو د دوی پلټنې اسانه کړي دي او خلک تر پخوا په ډېر اطمینان د فساد او حیف و میل په اړه خپل معلومات ورسره شريکوي.

نوموړي د دوی ادارې سره د بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني د مرکې نه بشپړیدو ته په اشارې سره وویل،چې ولسمشر غني له افغانستان څخه د وتو پر وخت د ميليونونه ډالرو د ويستو اړوند پوښتنې ورته ځواب کړي،خو هغو پوښتنو ته ېې ځوابونه نه دي ورکړي چې د جمهوري نظام د سقوط د عواملو اړوند وو.

د ده په وينا، له ښاغلي غني څخه يې د جمهوري نظام د سقوط په اړه پوښتنې تر ډېره پر دې متمرکزې وې،چې په دې برخه کې د امریکا متحده ایالاتو،نړيوال بانک او ځينو نورو لوريو د رول په اړه څه فکر کوي؟

د سيګار مشر زياتوي،چې ټولو پوښتنو ته ېې د ولسمشر غني د نه ځواب ویلو یو دلیل ښايي دغو پوښتنو ته د ولسمشر غني د اوسني ژوند شرایط وي.

د سيګار مشر په دې مرکه کې د افغانستان د اوسنيو شرايطو او په اړه ېې د امریکا د ممکنه دريځونو او اقداماتو اړوند خبرو سره دلچسپي نه ښوده او دا یې د نورو چارواکو اړوندې خبرې بللې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب