چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهط-انو د ۴ ميليونه ماشومانو خوار ځواکي تایید کړه

ط-انو د ۴ ميليونه ماشومانو خوار ځواکي تایید کړه

تاند(پنجشنبه، د سنبلې درېيمه) د طالبانو د واکمنۍ د عامې روغتيا وزارت تایید کړه،چې ۴ میلیونه افغان ماشومان د بشري او اقتصادي ناورين له امله په خوار ځواکۍ اخته شوي.

د ياد شوي وزارت اړوند د ماشومانو د غذايي خونديتوب د پروژې همغږي کوونکي احمد شاه امینزي له نړيوالو وغوښتل،چې له دې وضعیت څخه د افغان ماشومانو په ژغورلو کې عاجله مرسته وکړي.

مخکې د ماشومانو د ژغورنې په نوم یوه بهرني بنسټ ویلي وو،چې ۸۰ سلنه افغان ماشومان د شپې نهر ويده کيږي.

د طالبانو د روغتيا وزارت مقام بيا ويلي،چې د افغان ماشومانو وضعیت درک کول هغو کسانو ته،چې هېواد نه لیرې یا بهر دي،سخت دي خو که څوک له نیږدې دوی وویني ور معلومه به شي،چې د افغان ماشومانو او د دوی د کورنیو وضعیت د زغم وړ نه دی.

د هغه په وينا، فقر، وچکالي او بې کاري سبب شوي،چې په خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو شمېر تر ۴ميليونو تنو ورسیږي.

په افغانستان کې فقر، وزګارتیا او د ماشومانو خوارځواکي د طالبانو له واکمنيدو څخه مخکې هم موجود وو ،خو د دوی له واکمنيدو سره په ټولو برخو کې بیساری زياتوالی راغلی.

يو شمير نړيوالو سازمانونو د طالبانو د واکمنۍ له لومړيو مياشتو په دې اړه راپورونه خپرول او د افغانستان د بشري ناورين له خبرداري سره ېې په دې برخه کې د عاجلې پاملرنې غوښتنه کوله.

د طالبانو چارواکو او وياندويانو دا ډول راپورونه بې اساسه او د دوی ضد تبلیغات ګڼل او یو شمېر تبلیغاتي مبلغان خو ېې لا اوس هم ورته خبرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب