دوشنبه, مې 6, 2024
Home+کمپیوټري دید

کمپیوټري دید

کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه

لیکوال: هیري هنډرسن

ژباړه: رحمت شاه فراز

شپږویشتمه برخه

کمپیوټري دید

د بیالوژي له مخې، دید د سترګو او اپتیکو اعصابو له لارې له ماحول څخه د نور د زیګنالونو د ترلاسه کولو پروسه ده، چې له دې زیګنالونو څخه ماغزه هغه پټرنونه جوړوي چې ګټور معلومات لکه د خوړو یا احتمالي بریدګر پېژندنه او داسې نور لري. کمپیوټري دید چې ماشیني دید يې هم بولي، له هغې پروسې سره یو شان ده چې له مخې يې یو حسګر سیسټم رڼا ترلاسه کوي (لکه ډیجیټل کامره)، چې دغه رڼا بیا د مفهوم لرونکو پټرنونو لپاره تجزیه کېږي او په دې ډول، یو روبوټ ممکن د دې جوګه شي چې د تولید په خط باندې د مختلفو اجزاوو موقعیت او څرنګوالی وپېژني.  

کمپیوټري دید چې پېټرن پېژندنه هم پکې شاملېږي، د مصنوعي ځیرکتیا یوه څانګه ده. په کمپیوټري دید کې لویه ننګونه دا نه ده چې د یوې عیني صحنې په باره له کامرې څخه معلومات واخیستل او په ډیجیټل معلوماتو (د پکسلونو مجموعې ته) تبدیل شي؛ بلکې اصلي مسله دا ده چې په ټوټه، ټوټه انځورونو کې بامفهومه پټرنونه وپېژندل شي، چې دغه کار ماشومان د پیدایښت له ورځې نه چې کله انساني څېرې ويني، سرته رسولی شي. 

د دې پرابلم د هواري یوه لاره دا ده چې هغه انځورونه چې کمپیوټر (یا روبوټ) ورسره مخ کېږي، مشخص او محدود شي. نو که موږ دا یقیني کړه چې د روبوټ د دید په ساحه کې به یوازې څو ټاکلي شیان (مثلاً ملخ، یا د انتقال پټه) او د خاص جوړښت یو یا څو اجزاوې وي، نو دا کار نسبتاً اسانه کېږي چې د دید سیسټم کې د ممکنه شیانو بعدونه پروګرام کړو تر څو روبوټ په اسانه شیان له زېرمه شویو پټرنونو سره پرتله کړي او هغه شیان تشخیص کړي. خو که روبوټ له داسې ابجکټ سره مخ شي چې دی ورته اماده نه وي، مثلاً شیندلي کارتنونه، نو بیا روبوټ هغه مشخص شی نه شي پېژندلی او یا سمه چلن ورسره نه شي کولی. 

د دید یوه بله پېچلتیا په عیني ساحه کې د درې بعدي اجسامو د تجزیې پرابلم هم دی. که له بره ورته وګورو، نو یوه معکب شی دوه بعدي مربع ښکاري. خو که له یوې ټاکلې زاویې ورته ګورو، نو بیا د درې بعدي شیانو یو ترکیب برېښي چې ځینې اړخونه يې د لیدو وړ دي او ځینې يې نه دي. د دې او تر دې هم پېچلو اجسامو د تفسیر په موخه روبوټ ته داسې اصول پروګرام کولی شو چې روبوټ په دې پوه کړي، چې یو ابجکټ واقعاً هم معکب دی، هر مکعب شپږ مساوي څنګونه لري، او داسې نور. یوه بله لاره یې دا ده چې روبوټ تر یوې زیاتې سترګې ولري، تر څو انځورونه په خپلو کې سره پرتله کړي، هماغسې چې انسانان يې په لاشعوري ډول د خپل دوه عیني (دوه سترګي) دید په مرسته کوي. او بلاخره دا هم کولی شو چې روبوټ ته د سر او سترګو د خوځولو وړتیا ورکړو، تر څو یو داسې لیدلوری پیدا کړي چې د یوه مبهم جسم په باره کې پرې ډېر معلومات ترلاسه شي. 

ښکاره ده چې ماشومان هم د پیدایښت له لومړۍ ورځې د خپلې نړۍ د بېلا بېلو اجسامو په هکله بشپړه پوهه نه لري، بلکې د مختلفو جسمونو مثلاً له ژوندي سپي نه د کارتوني خرس د بېلولو لپاره تل نوې طریقې زده کوي؛ د روبوټ د دید سیسټم هم د اموزش لپاره پروګرامولی شو (یا لږ تر لږه د ابجکټونو د پېژندلو وړتیا یې صیقل کولی شو.) په دې ځای کې له احصایوي تخنیک نه هم استفاده کولی شو تر څو د چاپېریال ابجکټونه ډلبندي او دا معلومه کړي چې کوم خصوصیات تر ټولو زیات د یوه ابجکټ رښتینی فطرت پېیش بیني کوي. کولی شو چې د یوه ابجکټ خصوصیات له مختلفو زاویو نمونه بندي کړو، څو دا معلومه شي چې کوم خصوصیات پخپل حال (ثابت) پاتې کېږي. مثلاً د یوه مکعب هر مخ تل څلور ژۍ لري. بل روش دا دی چې له عصبي شبکو استفاده وشي، چې دلته یوه ډله نوډونه عیني معلومات پروسیس کوي او تر هغو هر نوډ تقویه کېږي چې د مشخصاتو (مثلاً د ژۍ) په پېژندنې کې کامیابه شي. 

د استعمال ځایونه يې

کمپیوټري دید د پراخه تیوریکي لېوالتیا موضوع ده، ځکه کمپیوټري دید د ادراک، د نړۍ د موډلونو جوړولو او د زده کړې د قابلیت په باره کې له خورا ډېرو سوالونو سره مخ ده. بل دا چې کمپیوټري دید له عملي اړخه ډېر زیات پوټانشیل هم لري. اوسمهال اکثره روبوټونه د کارخونو په تمځایونو کې نصب دي، چې هلته په ډېر محدود او ثابت ماحول کې له محدود شمېر ابجکټونو سره کار کوي. خو خدماتي روبوټونو بیا تدریجي پرمختګ کړی او په یو څه پراخه محیط کې کار کوي، مثلاً د روغتون په دهلېزونو کې د توکو انتقال، یا حتی له ستورمزلو سره د نړیوال فضايي تمځای په بې جاذبې ماحول کې د ګرځنده همکار په توګه خدمات ترسروي). دغه روبوټونه به هغه مهال لا ډېر مفید شي چې پرمختللي دید سیسټمونه ولري تر څو مثلاً د انسانانو مخونه وپېژني او یا احتمالي خطرناک وضعیت درک کړي. 

بې له شکه د کمپیوټري دید سیسټمونه له روبوټپوهنې نه علاوه نور ګڼ استعمالونه هم لري، چې له هغو نه د کیفیت اتومات کنټرول یا د ګودامونو د مدیریت سیسټمونه، پرمختللې طبي انځور اخیستنه، د کمپیوټر په مرسته عملیات سرته رسول، او همدا رنګه امنیت، نظارت او جرمي پلټنې/ جرم پېژندنه ښودلی شو.

اضافي لوستونه

1- Davies, E. R. Machine Vision: Theory, Algorithms, Practicalities. 3rd ed. San Francisco: Morgan Kaufmann, 2004.

2- Henderson, Harry. Modern Robotics: Building Versatile Machines. New York: Chelsea House Publishers, 2006.

3- Hornberg, Alexander, ed. Handbook of Machine Vision. Weinheim, Germany: Wiley-VCH, 2006.

4- Machine Vision Online. Automated Imaging Association. Available online. URL: http://www.machinevisiononline. org /. Accessed June 24, 2007.

5- Shapiro, Linda G., and George Stockman. Computer Vision. Upper Saddle River, N.J.: Prentice Hall, 2001.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب