یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د افغانستان په اړه د دوو زبرځواکونو دوې سترې ستراتیژیکې تیروتنې

د افغانستان په اړه د دوو زبرځواکونو دوې سترې ستراتیژیکې تیروتنې

هوښیار دوښمن له بې عقله دوست نه ښه دی 

لیکوال: د – ق – ن

معلومه ده چې له څو پیړیو را پدیخوا پر افغانستان باندې د تسلط د ټینګولو په خاطر، د شرق اوغرب ترمنځ سیالي روانه ده او هریو په خپل وارکوښښ کړی چې په اقتصادي، سیاسي او نظامي لحاظ دغه ستراتیژیکه سیمه (افغانستان) ترخپلې ولکې لاندې راولي او یا حد اقل پکې د خپلې خوښې حکومت او نظام قایم کړي. د همدې مقصد د تر لاسه کولو لپاره ښکیلاک ګرو زبرځواکونو پر افغانستان د ښکاره تجاوز نه هم ډډه نده کړې او دا تجربه په وار وار تکرار شوې. همداشان دوی د یو بل په مقابل کې له سازشونو، توطیو،دسیسو او معامله ګریو نه هم ډډه نده کړې او کله وارې یې، د خپلو شومو اهداف د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې دننه له یو شمیرځان پلورو کسانو / ډلو له «خدمتونو!» هم ګټه پورته کړې ده.

اما کله بیا دې زبرځواکونو په خپلوسیاسي او استخباراتي ارزونوکې داسې ستراتیژیکې تیروتنې کړي چې هرڅه یې له لاسه وتلي اولوبه د مقابل طرف په ګټه تمامه شوې ده. داسې پیښې په تیره پنځوس کلنه جګړه کې دوه وارې او په داسې انداز چې ډیر مشابهتونه پکې لیدل کیږي، تکرارشوي دي:

اول- کله چې لا ډاکترنجیب الله په قدرت کې وو د شمالي ټلوالې قوماندان احمدشاه مسعود په کابل کې دپخواني شوروي اتحاد د سفیر ورانتسوف اوجنرال وارنیکوف په لمسون په افغانستان کې د «فدرالي نظام!» د طرحې د عملي کولو/ په واحد افغانستان کې د تاجیکانو لپاره د خود مختاره زون جوړولو هڅه وکوله؛ نوموړي د همدغې طرحې د پلي کولو په خاطر، د شمالي جبهې نورو غړیو( جهادي تنظمیونو)په ګډون په ۱۳۷۱کال کې د حزب دیموکراتیک خلق افغانستان د پرچم د ډلې د ځینو غړیو سره لکه: ډاکترعبدالوکیل، فرید مزدک، جنرال نبي اعظیمی، جنرال اصف دلاور، جنرال دوستم…لاس یو کړ او د یو شوم ائتلاف په جوړلو سره یې د ملل متحد د سولې پلان په مقابل کې کودتا وکړه اوخپل نظامي ځواکونه یې په زوره کابل ښارته ور د ننه کړل.

د پخواني شوروي اتحاد د یو تعداد دیپلوماتانواو نظامي جنرالانو تصور دا وو چې له افغانستان نه د وتلو سره که چېرې خپل تسلط په ټول افغانستان کې له لاسه ورکوي، حد اقل شمالي ولایتونه باید د دوی د نیابتي قوتونو په لاس کې وي، اما کله چې د دوی دا ملګري/ شمالي جبهه کابل ته ننوته، خبره د روسانو له کنتروله ووتله او جهادي تنظیمونه هر یو د خپلو ګټو د ساتلو لپاره په جنګونو بوخت شول؛ د احمدشاه مسعود د شورای نظارځواکونه چې د دغې معاملې اصلي طرف ګڼل کیده په څو استقامتو کې/ د حزب اسلامي حکمتیار او د شمالي جبهې د ځینو غړیوسره په جګړه کې راګیر پاتې شول، ترڅو طالبان په افغانستان کې واک په خپل لاس کې واخېسته. خلاصه دا چې، د روسانو دا پلان تر اخره کامیاب نشو، بلکې د افغانستان داخلي جنګونه د دې سبب شول چې د پخواني شوروي اتحاد ځيني جمهوریتونه هم پدې ناورین کې ورګډشي او د اور لمبې د مرکزي اسیا ځينو هیوادنو ته خورې شي. دا وضعیت او له دې نه وروسته، کله چې طالب ځواکونه په افغانستان کې مسلط شول، روسانو ته په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې لوی درد سرجوړ او دې ته یې مجبور کړل چې خپل یو شمیر نظامي ځواکونه په دایمي شکل د افغانستان په شمالي سرحداتو کې وساتي. 

خو دا خبره په همدې حدودو کې پاتې نشوه، د افغانستان ناورین نوي ابعاد تر لاسه کړل او غربیانوته دا بانه په لاس ورغله چې خپل نظامي ځواکونه مستقیماٌ افغانستان ته انتقال او د روسانو تر زنې لاندې خپلې نظامي هډې جوړې کړي، د غربیانو شل کلن نظامي حضورپه افغانستان کې د روسانولپاره لوی ستراتیژیک شکست ګڼل کیږي.

په دې اساس د روسانو د پردې ترشا معامله د جهادي تنظیمونو سره چې په نتیجه کې دغو ډلو ته د ډاکتر نجیب د حکومت پرځای ترجیح ورکړل شوه، د دوی ستراتیژیکه تیروتنه شمیرل کیږي.

همدا تیروتنه اوس مهال غربیانو له طالبانو سره په معامله کې تکرار کړې ده، د غربیانو انګیرنه او برداشت دا وو  چې گنې طالبان به د اشرف غني د حکومت پر ځای د دوی لپاره ښه او مناسب بدیل وي؛ دغربیانو محاسبه دا وه چې په اول سرکې طالبان به د دوی د ځواکونو هغه دنده چې دوی ورته د «تروریزم سره د مبارزې!» نوم ورکړی، ترسره کړي، په دې مانا چې طالبان به دا نیابتي جنګ پر وړاندې وړي اوپه بدل کې، غرب به دوی په ډالرو نازوي او سیاسي حمایت به ترینه کوي، په همدې اساس د دوحې د تړون مهم او اساسي خبره همدا وه چې طالبان به له «داعش» او نورو «تروریستي ډلو» سره مبارزه کوي او چا ته به د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نه د ناټو هیوادونو پرګټو تجاوز وکړي.

د دې برسیره غربیانو داسې فکر کاوه چې طالب به د یوګواښ په توګه د روسي، چين او ایران په مقابل کې وکاروي، دا دوه اساسي دلایل وو د دې لپاره چې غربیانو د اشرف غني د حکومت پرسر له طالبانو سره معامله وکړه.

اما موجوده وضعیت په واضحه توګه د دې ښکارندوی دی چې دا لوبه د بدلیدو په حال کې ده او غربیان هم په خپله محاسبه کې تیروتلي دي؛ طالبان نه تنها دا چې له تروریستي ‌ډلو سره، البته پرته له داعش نه چې طالب ورسره خپل منځي مشکل لري؟/ مقابله نکوي، بلکې له هغوی سره یې خپل تعلقات ختم کړي ندي اوپټ اوښکاره راوبطو ته ادامه ورکوي. همداشان طالبان پر هغه تګلاره(توافق) هم عمل نکوي چې د روسانو، چينایانو او یا ایرانیانو لپاره یې درد سر جوړ کړی.

خلاصه دا چې د روسانو معامله له بعضې جهادي تنظیمونو سره د ډاکتر نجیب د حکومت په مقابل کې او  د غربیانو معامله له طالب سره د ډاکتر اشرف غني د حکومت په مقابل کې او  دغو ډلو ته ترجیح ورکول د داسې  نظام په مقابل کې چې حد اقل یو مشروعیت یې درلود او د قانون پرحاکمیت یې باور درلوده، د دوی ستراتیژیکه تیروتنه شمیرل کیږي چې تاوان یې یوازې افغانانو ته نه، بلکې د دوی خپلو ملتونو او خلکو ته هم رسیږي او دا لړۍ به تر ډیرو کلونو پورې دوام ومومي.

3 COMMENTS

  1. سلاموونو نه وروسته: د افغانستان یا د دغې چار چاپېر د پړیو خبره نه ده بلکه له ۳۱۹۹ کلوونو نه راهيسې افغاستان د غربي ارووپا نظر یا سترګو لاندې نيول شوی دی. که مهرباني وکړﺉ او د ۱۱۷۷ پخوا له میلاد نه تحقیقی کتاب ولولﺉ، اصلي خبره به تاسو ته معلوومه شي، دا هغه زمانه ده چه د نني افغنستان په بدخشان کې اول وارې د قلعي معدن کشف شو او د مسو دوره ختمه او ده صیقل دوره مینځ ته شوه. غربي ارووپا په ټوله آسیا سترګې نيولي دي!او د اسکندر خبیث امپراطوری دوره هم بایدې په ټوله آسیا کې مفصل مطالعه کړﺉ! چه په دې منطقه کې له تاجکستان نه تر بدخشان، پنجشېر کابل او جلال آباده پورې د اسکندري امپر اطووري دوره وه. دا د دوه ؤ قدرتوونو مینځ خبرې بېخي نوي خبرې او د غربي ارووپا لوبې دي.

    • گرانه Babai Kassi، زما سلامونه هم ومنئ، ستا د نظر نه مننه، خو د څو لاندې مطالبو ذکر حتمي بولم:
      اول: دا چې زما اراده د«جهان د تاریخ!» لیکنه نه وه، چې په هغې کې مې ستاسو په قول د«غربي اروپا!!» نه نیولې او تر « اسیا» پورې تاریخي پیښې او د هغه وخت د امپراطوریو ستراتیژۍ بیان کړې وای؛د دې کار لپاره فکر کوم زما او ستا عمر کفایت به ونکړي او«تاند» خو بلکل د دې گنجایش ‌‌ونلري چې داسې یو مطلب نشر کړي، نه تنها دا بلکې که صرف د افغانستان د اووه څلویښت کلونو پیښې په تفصیلي شکل ولیکو، په لسهاوو جلده کتابونه ورنه ډکیږي، حتا د همدې دوو موضوع گانو په اړه که لږ شانته تفصیلي بحث وکړو، زه مطمین یم چې حد اقل یو جلد کتاب باید پرې ولیکل شي، خو بیا هم وایم که تاسې لیکل شوی متن یو وارې په ځیر سره وگورئ. زما هدف دا نه وو؛ د دغې لیکنې نه زما موخه واضح او په دوو مهمو پیښو متمرکزه ده! او ما په همدې حدودو کې ډیره په لنډه توگه د پیښو یادونه کړې ده….
      دويمه خبره دا ده چې (۳۱۹۹) کاله مخکې د «افغانستان» په نوم کوم «هیواد» او همچنان بیا پدې هیواد کې د «جلال آباد» او «پنجشیر » په نوم کومو «ولایاتو» شتون نه درلود!!! فکر کوم که چیرې تاسې خپل معلومات لږ شان ته اپډیټ کړئ، دا به بهتره وي.
      دریم دا چې «۳۱۹۹ !» کاله پخوا د غربي اروپا اصطلاح نه کاورل کیده،«غرب اروپا» یا غربي اروپا اصطلاح سیاسي–اجتماعي اصطلاح ده چې د سوړ جنگ په دوران کې او هغو هیوادو ته وکارول شوه چې اروپايي جهان اول( توسعه یافته) ورته ویل کیږي. دا اصطلاح د شرقي اروپا یعنې هغو هیوادنو په مقابل کې کارول شوې چې د ۱۹۹۰ نه مخکې د شرقي بلاک غړي وو او دا تقسیم په جغرافې پورې اړه نلري، د دوی د توپیر وجه اقتصاد، سیاست او دین دی.. دا اوږده بحثونه دي چی دلته يې د ذکر گنجایش نه وینم..

  2. گرانBabai Kassi، زما سلامونه هم ومنئ، ستا د نظر نه مننه، خو د څو لاندې مطالبو ذکر حتمي بولم:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب