Homeخبرونهپاکستان عبیدالرحمان نظامي په کابل کې د سفیر په توګه معرفي کوي

پاکستان عبیدالرحمان نظامي په کابل کې د سفیر په توګه معرفي کوي

تاند(پنجشنبه، د اسد ۳ مه) پاکستاني رسنۍ وايي چې په کابل کې د منصور احمد خان د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته په پام کې ده چې عبیدالرحمان نظامي په کابل کې د پاکستان نوی سفیر ونومول شي.

منصور احمد خان دوې ورځې وړاندې پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د افغانستان ماموریت یې پای ته رسېدلی دی.

ده د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په شمول له یو شمېر طالب چارواکو سره د خدای پامانۍ کتنې هم کړي دي.

ویل کېږي چې عبیدالرحمان نظامي په خټه بلوڅ دی او تر دې وړاندې یې په امریکا او هند کې د پاکستان په سفارتونو کې د دیپلومات په توګه کار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...