دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهط-انو د انټرنيټ او مخابراتي اړيکو د ارزانه کیدو خبر ورکړ

ط-انو د انټرنيټ او مخابراتي اړيکو د ارزانه کیدو خبر ورکړ

تاند( پنجشنبه ، د سنبلې درېيمه) د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير نن د خپل وزارت یو کلن کاري راپور رسنيز کړ.

طالب وزير مولوي نجیب الله حقاني ادعا وکړه، چې د تېر یوه کال په موده کې يې د دغه وزارت په تشکیل کې ۷۳ سلنه مسلکي کارکوونکي ګومارلي.

نوموړي تور پورې کړ،چې تر دې وړاندې دغه وزارت کې ۵۱ سلنه مسلکي او پاتې نور حمايوي کارکوونکي په دندو بوخت وو.

حقاني زیاته کړه، چې په تېر یوه کال کې يې د شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۹ سیستمونه هم جوړ کړي دي.

د طالب وزیر په وینا، په تېر یوه کال کې ۶میلیارده ۸۸۱ میلیونه افغانۍ عوايد را ټول کړي، چې له دې جملې څخه ۷۳۱ میلیونه يې د مخابراتي شبکو د مشتریانو د ۱۰ سلنه ماليې له درکه را ټولې شوې دي.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتۍ ټکنالوجۍ د وزیر په وینا، اوسمهال د نفوسو پر لحاظ د افغانستان ۹۰ سلنه ساحه د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې ده.

د چارواکو پر وینا، له مخابراتي شبکو سره تر بحث او خبرو اترو وروسته یې د انټرنیت او ټیلفوني اړیکو لپاره نرخونه ټاکلي دي، چې د پخوا په پرتله ارزانه دي.

د تازه ټاکل شویو نرخونو له مخې د ۱ جې بي انټرنیټ بیه ۱۲۴ افغانۍ او د یوې دقیقې اړیکې بیه له یوې شبکې څخه نورو شبکو ته ۲،۲ افغانۍ ټاکل شوې، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د ۱ جې بې انټرنيټ بیه ۲۵۰ افغانۍ او نورو شبکو ته دیوې دقیقې اړیکې بیه ۳،۳ افغانۍ وه.

د طالبانو د چارواکو په خبره په تېر یوه کال کې ۹۵۵ د فریکونسۍ نوي جوازونه صادر شوي، ۳۵۳ جواز لیکونه تعدیل شوي او ۵زره ۵۴۰ جواز لیکونه تمدید شوي دي.

د سرچینې په خبره د هېواد په لرو پرتو سيمو کې خلک، چې له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وو او یاهم د خدمتونو کچه پکې ډېره ټیټه وه، ۲۰ سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي، چې په پایله کې يې شاوخوا ۱۰۰ زره هېوادوال له مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو څخه برخمن شوي دي او د ۲۸ نورو سایټونو په جوړولو کار روان دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالوماتو له مخې؛ اوسمهال په ټول هېواد کې ۳۵ میليونه سمیکارتونه پلورل شوي، چې ۲۵ میليونه یې فعال دي او همدارنګه ۱۲ میلیونه کسان له انټرنیټ څخه ګټه اخلي.

د یاد وزارت مسولینو همدارنګه وویل چې په تېر یوه کال کې یې کابل – کندهار، کندهار – لښکرګاه، غزني- پکتيا او اسلام قلعه – ایران د نوري فایبر په واسطه وصل کړي دي.

د‌‌ طالبانو دغه وزارت وايي، په تیر یوه کال کې توانېدلی چې په روزګان، فراه، بادغیس او غور ولایتونو کې د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي شبکې ۳ جي (3G) انټرنیټي خدمتونه فعال کړي دي.

د مخابراتو پخوانيو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب