دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهروسیې او منځنۍ اسیا ته ډاډ؛مجاهد: داعش ځپل شوی،اندیښنه مه کوئ

روسیې او منځنۍ اسیا ته ډاډ؛مجاهد: داعش ځپل شوی،اندیښنه مه کوئ

تاند( پنجشنبه ، د سنبلې درېيمه) د طالبانو د واکمنۍ ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې داعش په افغانستان کې په بې مخينې ډول ځپل شوی او د روسیې په ګډون دې ګاونډي او د نړۍ نور هېوادونه د افغانستان له خاورې څخه د يادې ډلې له لورې د خطر پېښېدو په تړاو هیڅ اندېښنه نه کوي.

مجاهد همدا رنګه وویل، چې د هېواد په پولو کې د نا امنیو را منځته کول د ځينو مغرضو کړيو يوه دسيسه ده او غواړي په دې ډول د ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان اړيکې خرابې او بې باوري رامنځته کړي، خو په وینا يې، دوی به چا ته د دې کار اجازه ورنکړي.

د طالبانو ویاند په هېواد کې د ورستیو سېلابونو په اړه وویل چې په تېره یوه مياشت کې په ټول هېواد کې د سیلابونو له امله ۱۸۲ تنه مړه شوي او ۲۵۰ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په خبره، د یادو سېلابونو له کبله د هېواد په کچه ۳۱۰۹ د استوګنې کورونه په بشپړه يا نسبي توګه ويجاړ شوي او لسګونه زره جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې، چې له کبله يې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

طالب وياند زياته کړه، چې په افغانستان کې د اوسنیو اقتصادي ستونزو اصلي لامل د امریکا له لورې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل، او بانکي محدودیتونه دي.

ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د سازمان له لورې د خپلو د مشرانو پر سفر د بندیزونو د تعدیل او یا تمدید د څرنګوالي په اړه وویل چې یاد سازمان دې د طالبانو له ادارې سره له ناسم چلند څخه لاس واخلي او دغه موضوع دې د فشار په توګه نه استعمالوي.

د نوموړي په خبره، له نړۍ سره غوره تعامل هغه مهال را منځته کېدای شي، چې د طالبانو مشران د نړۍ هېوادونو ته په ازادانه ډول د سفر کولو اجازه ولري.

د طالبانو عمومي ویاند ویاند د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري په اړه وویل، چې د نوموړي وژل کېدل تر دې دمه د ادعا په حد کې دي او په دې اړه د طالبانو د حکومت څېړنې دوام لري، چې د څېړنو وروسته به واضح شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب