دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهحاجي دين محمد: اسلامي نظام او شریعت د ټول ملت هیله وه،اوس...

حاجي دين محمد: اسلامي نظام او شریعت د ټول ملت هیله وه،اوس یې ساتنه بايد وشي

تاند( پنجشنبه ، د سنبلې درېيمه) د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام یوه مهم مقام حاجي دين محمد نن د طالبانو د رييس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې،په دې لیدنه کې حاجي دين محمد ويلي:«د اسلامي نظام ټينګښت او د شريعت نافذیدل د افغان ملت لویه هیله وه،افغانانو د دې لپاره څو لسیزې ډېرې قربانۍ ورکړي.زه د طالبانو د امارت له حاکمیدو سره هېواد نه،نه یم وتی او نه ېې اراده لرم.د اسلامي نظام ټينګښت ته بايد پاملرنه وشي.»

د‌ طالبانو په اعلامیه کې راغلي،چې مولوي کبير په دغه لیدنه کې د طالبانو بریالیتوب د ټولو مجاهدینو بریالیتوب ګڼلی او ويلي،چې طالبان د روسانو پر وړاندې د جهادي تنظیمونو مشرانو ته درناوی لري.

د یادونې وړ ده،چې حاجي دين محمد د جمهوري نظام په شل کلنه موده کې د ننګرهار او کابل د والي،د قبايلو وزارت د سرپرست،د حامد کرزي د ټاکنيز کمپاين مشر،د اشرف غني او ډاکټر عبدالله د ټاکنيزو کمپاينونو مخکښ غړی او په وروستيو کې د مصالحې عالي شورا مرستيال و.

د نوموړي دوه نور وروڼه قومندان عبدالحق او حاجي عبدالقدیر د طالبانو د تېرې واکمنۍ د نسکورولو له مخکښو پښتنو څېرو څخه ول،چې ويل کيږي عبداالحق او د حاجي دين محمد مشر زوی عزت الله ساحل په ۲۰۰۱کې د‌ طالبانو له لوري په لوګر ولایت کې ووژل شول.

د حاجي دين محمد بل ورور حاجي عبدالقدیر،چې ځينو کسانو یې د وژلو پړه پر شمال ټلوالې او ځينو نورو پر طالبانو اچوله،د ژوند په وروستيو ورځو کې د ولسمشر کرزي مرستيال،د فواید عامې وزیر،د ختیځ زون تنظیمه رییس او د ننګرهار والي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب