یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهځايي خلک:دغه ط-اب ولسوال همدا اونۍ دویم او درېيم واده وکړ

ځايي خلک:دغه ط-اب ولسوال همدا اونۍ دویم او درېيم واده وکړ

تاند( پنجشنبه ، د سنبلې درېيمه) په داسې حال کې،چې د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده طالب چارواکو ته له شرعي عذر پرته له يوې څخه د ډېرو ودونو کول منع کړي،راپورونه ښيي چې د تخار په درقد ولسوالۍ ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال شمس‌الدین همايون روانه اونۍ له یوې کونډې ښځې او يوې پېغلې نجلۍ سره د‌ويم او درېيم واده کړی.

د یادې ولسوالۍ ځينو خلکو رسنيو ته د نوموړي د دغو ودونو خبر تایید کړی او ویلي،چې د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د څو ودونو کول د طالب مشرانو تر منځ په يوې سيالۍ بدل شوی.

نوموړي طالب مشر په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

د افغانستان له یو شمېر نورو سيمو څخه هم د طالب مشرانو د څوومو ودونو په اړه ډېر راپورونه ورکړل شوي.

4 COMMENTS

  1. هرڅوک پدی پوهیږی چی تالبانو د خيټو او خوټو لپاره جهاد کړی او اوس د خپل جهاد پوره ثمره اخلی.
    تالبی ملایان په خیټو او خوټو ښه ماړه شول او ولس که تباه او برباد هم شی دوۍ ته هیڅ ارزښت نه لری.

  2. بُخل او بدنیتی ممنوع!
    هر طالب د ۴ ښځو د تصاحب حق لری ځکه خپله طالب هم ۴ مړونه لری ( امریکائیان، انګریزان، چینایان، پاکستانیان ).

  3. تبصيره کونکو په ګوتو مو برکت ايله چي طالبان مو سو سم معرفي کړل
    ديره خوښنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب