Homeخبرونهننګرهار کې لسګونه کورنۍ له سېلابونو وژغورل شوې

ننګرهار کې لسګونه کورنۍ له سېلابونو وژغورل شوې

تاند( پنجشنبه ، د سنبلې درېيمه) ‏‏د ننګرهار په مومندرې او کامې ولسواليو کې نن شپه د طالبانو هوایي ځواک لسګونه کسان چې د سيلابونو په منځ کې ايسار شوي و چورلکو په واسطه وژغورل.

د طالبانو ځايي چارواکو ويل،چې په ژغورل شويو کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

ځايي خلکو په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د دغه پر وخت اقدام ستاینه کړې او ویلي،چې په نورو سيمو کې دې هم ټول امکانات د طبيعي پېښو له زیانمنو او خطر سره مخامخو کسانو مرستې ته ځانګړي شي.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د سختو ورښتونو او سېلونو خبرونه ورکړل شوي.

دغو پېښو سلګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...