یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهروسیې په افغانستان کې د لوږې له کبله د بشري فاجعې خبرداری...

روسیې په افغانستان کې د لوږې له کبله د بشري فاجعې خبرداری ورکړ

تاند( جمعه ، د سنبلې څلورمه) ‏‏روسي چارواکو خبرداری ورکړی،چې که افغانستان ته د زياتيدونکې لوږې د مهارولو لپاره نړیوال او خاصتاً لویدیزوال په عاجل ډول لاس په کار نه شي،پایله به یې بشري فاجعه وي.

د روسیې د ملي امنیت سلاکار «نیکولای پاتروشف» دا خبرداری د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو سازمان په وروستۍ غونډه کې ورکړی،خو څرګندونې ېې اوس تازه رسنیزې شوي دي.

پاتروشف لویدیز هېوادونه په عمومي ډول تورن کړي،چې د افغانستان له بشري ناورين سره‌ يې د مقابلې لپاره لازمه پاملرنه نه ده کړې.

هغه په مشخص ډول امريکا متحده ايالاتو ته ګوته نیولې او ورته په خطاب کې ېې ويلي،چې د افغانستان خلکو د ۲۰۲۱ د سمپټبر پېښو کې لاس نه درلود،خو امریکا نه يوازې دغو خلکو سره په ډېره حاکمه بده ورځ نه یوازې دا چې افغانانو سره بشري مرستې نه کوي،بلکې خپلې بانکي شتمنۍ ېې ورته کنګل کړي او ستونزې ېې نورې هم ورزیاتې کړي.

روسیې،چين او د طالبانو نورو لويديز ضدو متحدينو مخکې هم پر امريکا او لويديز له افغانستان سره د بشري مرستو په نه تر سره کیدو نیوکې کړې وې،خو د دوی منتقدین بيا پر دوی نیوکې کوي،چې د طالبانو له دومره خیر رسیدو سره دوی د افغانانو او طالبانو څه ملاتړ کړی دی؟

طالبانو د واکمنۍ په لومړيو مياشتو کې ېې د افغانستان د بشري ناورين په اړه د نړيوالو سازمانونو ارقام او راپورونه د دوی خلاف تبلیغات ګنل،خو اوړمه ورځ ېې د روغتيا وزارت مقاماتو اعتراف وکړ،چې نیږدې ۴میلیونه ماشومان په خوار ځواکۍ اخته دي او دا شمېر د زیاتیدو په حال کې دی.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب