یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان د يوه کيلو افغاني مڼې محصول ۱۲۰کلدارې ټاکلی

پاکستان د يوه کيلو افغاني مڼې محصول ۱۲۰کلدارې ټاکلی

تاند( جمعه ، د سنبلې څلورمه) ‏‏راپورونه وايي،چې پاکستاني چارواکو له افغانستان څخه دغه هېواد ته د افغان مڼو پر صادراتو بې ساری ګمرکي محصول وضع کړی او د يوه کيلو لپاره ېې ۱۲۰کلدارې محصول ټاکلی.

 د افغانستان د مڼو سوداګرو ویلي،چې د داسې محصول وضع کول وحشتناک او بې ساری دی.

 دوی د پاکستان دا پریکړه عقده مندانه بولي او وايي،چې په جمهوري نظام کې ولسمشر غني افغان مڼې د امنیتي ځواکونو په مینو کې شاملې کړې وې،چې ورسره پاکستان ته د دغو مڼو وړل خورا کم شوي وو.

افغان سوداګر وايي،چې په کابل کې د طالبانو له حاکمې ادارې څخه ېې د پاکستان پر وړاندې د ورته اقدام غوښتنه کړې،خو طالبانو کوم ځواب نه دی ورکړی.

څه موده مخکې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په کندهار کې د خپلو پلويانو غونډې ته د وینا پر مهال پاکستان ته پر افغان خاورې د منځنۍ اسيا له لار ورکولو دفاع وکړه او ویې ویل،چې پاکستان هم دوی ته له هندوستان سره د سوداګرۍ لاړه ورکوي.

طالب چارواکو د پاکستان د وروستي اقدام او خپل دريځ په اړه څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. طالب غلامان به څه ووایی. د خوست او د کنړ بمبارد کوم طالب تقبیح کړ، پر کانونو باندی چور روان دی الله د دغه غلامان تباه کړی د دوی ښځی په پنجاب او اسلام آباد کی ګروګان دی دوی هیڅ نشی کوالی ـ

  2. سلامونه،
    ټوله ګناه د خپله افغانانو /پښتنو ده چې یو: مردارې کلدارې په ارزښت پیژني او پېر او پلور پې کوي ؛همدارنګه ریال اوتومن..حال داچې حتی ترکیه غیر له ډالر،یورو او پوڼډ او خپلې لېرې بله کرڼسۍ نه پیژني!!!
    دوه: هغه مېوې او نعمتونه چې خدای ج. افغان لوی وطن ته ورکړي ،پر افغان دښمنو ېې لورونه که څه هم د تجارت په شکل وي ، صحيح نه ده؛ خصوصاََ چې هیواد کې خوارځواکي، ولږه او فقر بیداد کوي (… فاخرج من الثمرات رزقاََ لکم ..)؛ ولې ېې خپلو هیوادوالو باندې نه ویشئ له دېنه څې پوکسټین او فارشیستان ته ېې هغه هم د تش په نامه ګم ورک !! په جعلي دښمنیو..مفت لیژئ!
    درې: د ډ.غني دا نبوغ به خود د پنجاب ،کولاب او سیستان و مازنده ران ګوډاګیان(خود کُش بیګانه پرستانوپه سترګو کې خار و) او اوس به بیا قرصکونه کوي!.
    څلور:: ط. ط.اَ.اِ.اُ دفاع وزارت باید دټولو ملي نوامیسو له الف تر یاء که د یو موټي خاورې وي، که د یوې افغانۍ روپۍ وي ، که د یوې مڼې یا انار وي؛ که د یو مل بیرغ وي؛ او د یو افغان او مسلمان او انسان دسر+مال+ناموس ساتنو او پې باندې سرښندنه ېې نصب العین وي .
    پنځم: پنجابي بې ارزښته پاپړ، جرنګانه او ګلشالي …. مقابل کې بلمقابل روییه وسي.
    شپږم:ا.د.ن. (او داسې نور…)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب