یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهله ایران وروسته تاجيکستان هم افغان کډوالو سره ناوړه چلند پيل کړی

له ایران وروسته تاجيکستان هم افغان کډوالو سره ناوړه چلند پيل کړی

تاند( جمعه ، د سنبلې څلورمه) ‏‏تر هغې وروسته،چې ويل کيږي ايران تېره اوونۍ تر درې زرو زیات افغان کډوال له خپلې خاورې وويستل،اوس له تاجيکستان څخه افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان ويلي،چې تاجيکستان د دوی له ممانعت سره بیا هم څو ورځې مخکې يوه نهه کسيزه افغان کورنۍ،چې په افغانستان کې ېې ژوند ته خطر و، په زوره افغانستان ته استولې ده.

ياد شوي سازمان ویلي،چې د تاجیکستان د نورو داسې کړنو ثبت شوي موارد هم لري.

تاجیکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط پر مهال تاجیکستان په دغه هېواد کې افغان کډوالو ته د ځانګړو موقتي کمپونو د جوړولو اعلان کړی و.

چارواکو ېې اوس افغان کډوالو سره د ناوړه چلند ځواب نه دی ورکړی.

د طالبانو له واکمنيدو سره سلګونه زره افغانانو له مختلفو قانوني او غير قانوني لارو هېواد پریښی او په دې اړه هڅې لا هم دوام لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د پاسپورټونو ادارې څو ورځې مخکې وويل،چې په تېر یوه کال کې ېې شاوخوا اوو نيم سوه زره پاسپورتونه وېشلي.

دا په داسې حال کې ده،چې ډېری افغانان په ناقانونه لارو د اقتصادي ناورين، سر ته ېې د ور پېښو خطرونو او طالب چارواکو سره د نا معلوم راتلونکي له وېرې په ناقانونه توګه هم افغانستان پريږدي.

څه موده مخکې رسنيو خبر ورکړ،چې هره ورځ تر پینځو زرو پورې افغانان په خطرناکو قاچاقي لارو ايران ته ځي او له هغه هېواد څخه اروپايي هېوادونو ته د قاچاقي تګ هڅې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب