یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهننګرهار:يوه خصوصي شرکت په ۸ميليونه افغانيو د کبانو ۲ حوزونه جوړ کړل

ننګرهار:يوه خصوصي شرکت په ۸ميليونه افغانيو د کبانو ۲ حوزونه جوړ کړل

تاند( جمعه ، د سنبلې څلورمه) ‏په ننګرهار کې د اته ميليونه افغانيو په مالي لګښت د کبانو دوه حوزونه جوړ شول.

د ننګرهار د کانال لپاره د طالبانو رييس مولوي غلام الرحمن وايي چې دا حوزونه د هډې دويم فارم په اولس جريبه ځمکه کې د فردوس مومند خصوصي شرکت له لوري جوړ شول.

نوموړی وايي پخوا له دې ځمکې ګټه نه اخيستل کېده؛ خو اوس يې د عوايدو لوړيدو په موخه دا ډول ځمکې خصوصي سکتور ته د کاروبار په موخه قرارداد ته وړاندې کړي دي.

طالب چارواکو ننګرهار کانال ته د ډېرې پاملرنې ډاډ ورکړی او په وروستيو کې يې د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر دغه کانال ته سفر کړی و.

1 COMMENT

  1. talibs must stop enport of pakistani fish to nangarhar.
    and peoples must buy home produce.
    do not buy any pakistani product,
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب