Homeخبرونهد نيويارک محکمې د سپټمبر د۱۱مې پېښې قربانيانو ته د افغان بانکي...

د نيويارک محکمې د سپټمبر د۱۱مې پېښې قربانيانو ته د افغان بانکي زېرمو ورکړه رد کړه

تاند( شنبه ، د سنبلې پينځمه) ‏‏په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفارت سرپرست نصير احمد فایق وايي،چې د امریکا د نیویارک ښار يوې محکمې د ۲۰۰۱په سپټمبر کې د دغه هېواد د تروريستي پېښې قرباني کورنيو ته د غرامت په توګه د کنګل شوې افغان بانکي زېرمې د يوې برخې سپارل رد کړي.

 نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

يادو قربانيانو ته د افغانستان د شاوخوا لس میلیارده کنګل شوې بانکي زېرمې د درېیمې برخې د ورکړې غوښتنه څه موده مخکې د امريکا ولسمشر جوبایډن کړې وه،چې د افغانستان د حاکمې طالب ادارې په ګډون د مختلفو لوړيو توندو غبرګونونو سره مخامخ شو.

يو شمير نړيوالو لوريو هم د دې پروګرام سخت مخالفت کړی او د افغانانو په حق کې ستر ظلم يې ګڼلی و.

امريکايي چارواکو په دې اړه تازه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...