یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنړیواله امنیت شورا د افغانستان د وضعيت په اړه ځانګړې غونډه کوي

نړیواله امنیت شورا د افغانستان د وضعيت په اړه ځانګړې غونډه کوي

تاند( شنبه ، د سنبلې پينځمه) ‏‏‏راپورونه وايي،چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سنبلې په ٧مه د افغانستان د روان بشري ناورين او نورو اړوندو مسايلو په اړه غونډه کوي.

د سرچينو د معلوماتو په اساس،ياده غونډه د روسیې په وړاندیز جوړیږي چې پکې به د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت او همداراز په تېر کې د ناټو او امریکا د پوځي مداخلې پر نورو پایلو بحثونه او خبرې کیږي.

د یادې غونډې نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

په ورته وخت کې،په ویانا کې د افغانستان د سفارت په مقر کې روانه میلادي میاشت د یو شمېر افغان سياسي څېرو غونډه وشي.

ویل کیږي،چې په دې غونډه کې د طالبانو يو شمېر سياسي او پوځي مخالفان لکه: احمد مسعود ،رحمت الله نبیل، ډاکټر سپنتا او يو شمېر نور برخه اخلي.

د دې غونډې جزییات ډېر نه دي په ډاګه شوي.

1 COMMENT

  1. روسانو چی خپله يومين ميليون شهيدان كري او له له دوو ميليونو زيات يى معيوب راپریسي حه كوي.
    ايا د برهان الدين رباني، احمد شاه مسعود او د مارشال فهيم په ورته او حانته ورغوستلو يى خلاصوي.
    دوى دريواره چی هلته ورغلي، نو روسانو ورته په خوله کی ورکره او رسنيو ته يى راوويستل او ويى ويل چی (( نننی روسيه د پخواني شوروي اتحاد وارثه نه ده.))
    تلفات خو پستنو ته زيات اخواتي حكه چی د روسانو او له روسانو مخکی د نورو قوتونو پر وراندی مزاحمت او جنگونه دوی زيات كري چی تلفات او تاوانونه يى هم زيات گاللي، نو ايا دا دريواره چی له روسانو سره يى په جهادي وختونو كى پتی معاملى او يارانى هم لرلى د هغه وخت شهيدان، معيوبين او تاوانونه بسلى شي؟
    له روسانو سره خو حسابي لا نه ده شوى. روسان لا پوروري دي. روسان بايد خپله زره حسابي هم راياده كري.
    روسانو خو يوازى خپل حان د دريو تنو تاجكو پر خولی چی هغه د دوى ياران ول او هم د امريكا په شمول د نورو ديرو ياران هم ول او پتی وسکاره استخباراتي ياران يى سره لرلى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب