یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+پوهنښودنه (Knowledge Representation)

پوهنښودنه (Knowledge Representation)

کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه

لیکوال: هیري هنډرسن

ژباړه: رحمت شاه فراز

اته ویشتمه برخه

پوهنښودنه (Knowledge Representation)

د کمپیوټر پوهنې تر ټولو ابتدايي اندېښنه په پروګرامونو کې د ډیټا مثلاً اعدادو ښودنه یا ارایه وه. دا ډول ډیټا په محاسبو کې استعمالېدلی شي او همدا راز د IF او Loop سټرکچرونو په استفاده کولی شو چې یاده ډیټا په هغو عملونو کې هم استعمال کړو چې د ډیټا د قیمتونو د امتحانولو په نتیجه کې رامنځته کېږي.

خو د فکټونو شمېر بیا تر ډیټا زیات دی. فکټ په اصل کې د یوې رابطې په باره کې یوه فرضیه ده. د مثال په ډول، احمد د علي زوی دی. یاده رابطه عموماً داسې لیکو چې: زوی (احمد، علي). د دې فکټونو له مخې د یادې اړیکې فرعي اړخونه په دې ډول تعریفوو، مثلاً

زوی (احمد، علي) په دوو شیانو دلالت کوي چې پلار (علي، احمد) یا زوی (احمد، علي)؛ او زوی (علي، اکبر) په دې دلالت کوي چې: لمسی (علي، اکبر).

دغه فرضیې په مختلفو بڼو ښودلی شو، خو د صغرا او کبرا منطق د ګڼو هغو استدلال کوونکو اتومات سیسټمونو لپاره د بنسټ حیثیت لري، چې د پوهنبنسټ د فرضیو له مخې فعالیت کولی، د یوې فرضیې سموالی ثابتولی، او ان د شته پوهې له مخې نوي نتایج اخذ کولی شي.

د پوهنښودنې یوه بدیله بڼه چې په مصنوعي ځیرکتیا کې هم استعمالېږي، د فریم په نظریه ولاړه ده. فریم هغه سټرکچر دی چې د یوه  فرد یا کلاس (ټولګي) په تړاو مختلف خصویات او روابط لري. مثلاً، پیشو ته داسې فریم جوړېږي، چې یوه پیشو به مثلاً دغه خصوصیات لري «توده وینه لري» او «کوچني بچوڼي زېږوي». بېرته همدا خصوصیات د ((تي لرونکو)) حیواناتو کلاس ته هم منسوبوو، په دې معنا چې هر هغه حیوان د دې کلاس برخه دی چې پورتني خصوصیات ولري. په دې ترتیب، یو پروګرام پورتنۍ اړیکې تعقیبوي او دا پایله اخیستلی شي چې پیشو، تي لرونکی ژوی دی. په یوه سټرکچر کې دې ډول اړیکو ته د «سمنټیک نټورک» یا معنوي شبکې په شکل یو ډیاګرام هم جوړولی شو چې د نوډونو ترمنځ يې د اړیکو د ښودلو لپاره عنوان لرونکې کرښې ورکړو. یاد ډیاګرام د «مستقیم ګراف» په نوم یادېږي.

د پوهنښودنې سیسټمونه د خپل هدف له مخې مختلف ابعاد لري. مثلاً د پوهنښودنې هغه سیسټم چې په علمي څېړنه کې استعمالېږي، ممکن هدف يې د بشپړتیا ښودنه وي: په دې معنا چې له ورکړل شوو فکټونو څخه ټول ممکنه نتایج تولید کړای شي. خو کارپوه سیسټمونه چې د عملي اهدافو لپاره ډیزاینېږي، بیا دا هڅه نه کوي چې ټول ممکنه نتایج تولید کړي (چې ممکن په عملي ډول اصلاً د محاسبې وړ نه وي)، بلکې یوازې هغه ګټور نتایج پنځوي چې د یوه کارپوه تشه پرې ډکېږي.

پاتې دې نه وي چې پوهنپوهنه (یا د علم تیوري) هم د پوهنښودنیزو سیسټمونو په ارزیابي او پوهېدو کې مهم رول لوبوي. یوه مثال ته تم کېږو. دا فرضیه چې «مریم په دې باور ده چې ۶۰۰ کلنه ده» ممکن یو فکټ وي، ځکه وینو چې مریم په همدې عقیده ده؛ خو د دې باور محتوا له حقیقت سره سر نه نیسي. د دې باور زمینه یا کانټکسټ هم ممکن هغه مهال یو څه مختلف وي، که مریم د پنځه کلنې ماشومې پر ځای یوه پېغله وي. په همدې توګه، د انټولوژي (پدیده پوهنې) نظریات هم د فرضیو ارزونه پېچلې کولی شي. مثلاً، اور ته د یوه څیز په سترګه وګورو، که یوه پروسه او یا د یوه سوځنده شي صفت یې وګڼو؟ نو، پوهنښودنه، فلسفه او کمپیوټرپوهنه دواړه له یو بل سره مخلوطوي.

له ډیټا څخه د نوو پټرنونو د استخراج په برخه کې د لېوالتیا زیاتوالی او په انټرنټي صفحو کې د لا زیات علم د کوډ کولو کوښښونه په حقیقت کې د پوهنښودنې د استعمال له موارد څخه ښودلی شو.

شاید د پوهنښودنې تر ټولو ستره او تر ټولو اوږدمهاله پروژه Cyc وه چې د Encyclopedia لنډیز دی. یاده پروژه د مصنوعي ځیرکتیا د څېړونکي ډوګلس لینټ په مشرۍ رامنځته شوه او موخه یې د یوه داسې ستر نټورک جوړول وه چې د میلیونونو په شمېر د هغو ابجکټونو او مفاهیمو خصوصیات او روابط ارایه کړي، چې د خلکو په ورځني کار و ژوند کې لیدل کېږي، چې بیا به په خورا لوی کچه پروګرامونه (تخصصي او عام موخیز دواړه) وکولی شي چې له نوموړي پوهنبنسټ نه استفاده وکړي. د سایک او OWL (د انټرنټي انټولوژي ژبه) په څېر پروژې د انټرنټ پرمخ د لا ډېر ځیرک لټون امکان رامنځته کوي او همدغه راز هغو سیسټمونو ته لاره جوړوي چې نوې کیسې او نور مواد اتومات خلاصه او لنډیز کړي.

اضافي لوستونه

1- Brachman, Ronald, and Hector Levesque. Knowledge Representation and Reasoning. San Francisco: Morgan Kaufmann, 2004.

2- Cycorp. Available online. URL: http://www.cyc.com/. Accessed August 12, 2007.

3- Davis, Randall, Howard Shrobe, and Peter Szolovits. “What Is a Knowledge Representation?” AI Magazine 14 (1993): 17–33. Available online. URL: http://groups.csail .mit.edu /medg/ftp/psz/k-rep.html. Accessed August 12, 2007.

4- Lacy, Lee W. Owl: Representing Information Using the Web Ontology Language. Victoria, B.C., Canada: Trafford, 2005.

5- Makahfi, Pejman. “Introduction to Knowledge Modeling.” Available online. URL: http://www.makhfi. com/KCM intro.htm. Accessed August 12, 2007.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب