یکشنبه, فبروري 8, 2026
Homeخبرونهد لوګر سېلونو۲۴ښوونځي نړولي

د لوګر سېلونو۲۴ښوونځي نړولي

تاند( شنبه ، د سنبلې پينځمه) ‏‏‏په لوګر کې وروستیو سېلونو له کبله د ۲۴ښوونځیو ودانۍ ويجاړې شوي.

د طالبانو د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځي په بره کي برک، خوښۍ، محمد آغې ،خروار او اذرې ولسواليو کې سېلونو ځپلي او ویجاړ کړي.

طالب چارواکو د يادو ښوونځيو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او نه ېې هم د بیرته رغولو د کوم پلان يادونه کړې.

په لوګر کې د تېرې اونۍ د سېلونو پر مهال لسګونه تنو ته مرګ ژوبله واوښته او سلګونه کورونه وېجاړ شول.

زيانمن شوي خلک شکایت کوي،چې تر اوسه ورسره د پام وړ مرستې نه دي شوي.

طالبانو له نړيوالو مرستندويانو غوښتي،چې سیلاب ځپلیو سره عاجلې مرستې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...