یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد مينه پال بېوزله او بې سرپرسته کورنۍ ته د مرستې کمپاين...

د مينه پال بېوزله او بې سرپرسته کورنۍ ته د مرستې کمپاين پيل شوی

تاند( شنبه ، د سنبلې پينځمه) ‏‏‏د افغانستان د‌ پرزول شوي جمهوري نظام د رسنيو مرکز د مشر او يوه مخکښ وياند دواخان مينه پال له وژل کيدو وروسته د نوموړي د بې سرپرسته کورنۍ د بد اقتصادي وضعیت په اړه راپورونه ورکړل شوي.

افغان لیکوالې او خبریالې فرشته جلالزۍ د نوموړي د مېرمنې په حواله لیکلي،چې بې سرپرسته کورنۍ ېې په افغانستان کې ایساره او ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده.

 جلالزۍ د نوموړي د مېرمنې په حواله زیاتوي،چې د مينه پال له وژل کيدو وروسته د نوموړي کورنۍ ته د کور ورکولو ژمنه نه ده پوره شوې او دغه راز یې د کورنۍ لپاره شوې مرسته حیف و میل شوې ده.

ځينو سرچينو د يادې مرستې په حیف و میل کې د

 د ځينو کسانو د لاس لرلو ادعا کړې،خو مېرمن جلالزۍ ویلي چې د مينه پال مېرمنه په مشخص ډول پر چا ادعا نه لري.

فرشته جلالزۍ ویلي،چې د مينه پال کورنۍ په کرايي کور کې ژوند کوي، اقتصادي ستونزې او لږ تر لږه د لوڼو د زده کړو لپاره پاکستان ته د تګ هيله لري او دوی ورته د مرستې ټولولو يو انلاين کمپاين پيل کړی.

ځينو فعالانو د جمهوري نظام په بهر مېشتو چارواکو او بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني نيوکې کړي،چې د مینه پال په شان مهم ویاند کورنۍ ته یې ولې پاملرنه نه ده کړې.

دواخان مینه پال د جمهوري نظام د ولسمشر د ویاند مرستیال او په وروستيو کې د حکومت د رسنیو مرکز رییس و.

مينه پال د جمهوري نظام په وروستيو ورځو کې د يوه برید پر مهال ووژل شو،چې مسوولیت یې پر افغانستان اوسنيو حاکمو طالبانو پر غاړه واخيست.

2 COMMENTS

  1. مینه پال د فاسد ريم ویاند وو ، یو احساساتي پښتون سر یې وخوړ ! چې نورو غلا کولې ده ولې نه ؟ که شریک نه وی غږ به یې پورته کړی وو خو مینه پال ډیر غني پال وو سر یې وخوړ !

  2. مینه پال یو ریښتینی او په هیواد مین افغان و او همدا د مینه پال د افغانستان سره د رښتینی مینی بیلګه ده چی خپلو بچیانو ته يی په میراث کی قصرونه او د پیسو نه ډک بانکی اکاونټونه ندی پریښی بلکه دولس او هیواد سره يی مینه لرله او د همدی میني له امله
    د افغانستان ددښمنانو او د هیرامنډۍ نوکرانو له خوا په بی رحمانه ډول چی د جمعی د ورځ لمونځ ته په لار و شهید شو.

    د مینه پال کورنۍ په ټولو ریښتینو او په هیواد مینو افغانانو حق لری چی هرډول مادی او معنوی مرستی چی توان يی ولری ورسره وکړی
    همدغه راز هغه کورنۍ هم په یاد ولری چی د هیواد سره د مینی له امله يی د خپلو کورنیو نږدی غړی د لاسه ورکړی دی.
    الله تعالی جنتونه ورکړی.امین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب