دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهروسیې پر ط-انو د ګازو او نفتو د پلورلو هوکړه کړې

روسیې پر ط-انو د ګازو او نفتو د پلورلو هوکړه کړې

تاند( شنبه ، د سنبلې پينځمه) ‏‏‏د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي،چې مسکو ته د دغه وزارت د وزير نورالدين عزيزي د سفر پر مهال روسي چارواکو سره پر افغانستان د نفت پلورلو هوکړه شوې ده.

په دې اړه د طالبانو په اعلامیه کې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو اعلاميه زياتوي،چې د يادې هوکړې نور جزییات به د دوی تخنيکي پلاوی له روسي لوري سره بحث او وڅېړي.

د طالبانو چارواکو دا هم ویلي،چې د دې هوکړې له وروستي کيدو څخه وروسته به روسیې نه د خوراکي توکيو د پېرلو مذاکرات او تړون کوي.

روسیې په دې اړه څه نه دي ويلي.

روسیې د ټولې نړۍ د هېوادونو په شان په افغانستان کې د طالبانو حاکمه اداره په رسميت نه ده پېژندلې،خو ډېر تعامل او هم راشه درشه ورسره لري.

د يادو مذاکراتو او احتمالي تړونونو خبرونه په داسې حال کې دي،چې افغانستان له بیساري بشري او اقتصادي ناورين سره لاس او ګریوان دی.

په وروستيو کې روسي چارواکو د دغه ناورين له امله په افغانستان کې د بشري فاجعې د رامنځته کیدو خبرداری ورکړی.

1 COMMENT

  1. ​د نون اسیا پورتال کښی د ددوکتور تره کی په هکله :

    افسوس چی دوکتور روستار تره کی ته مسلسل د قانون پوه لقب استعمالیږی که نوموړۍ واقعآ قانون پوه وای نو هیڅکله به ئی ددی بی سواده جاهلو غلامو وحشیانو ملاتړ نه وای کړۍ او باید درک کړی ئی وای چی دا وحشیان د اسلام مبارک دین ( لکه د قاتلو غلامو چور کوونکیو تنظیمونو په شان دا قاتل غلام وحشیان د اسلام څخه بی خبره دی او دوی د قدیانیانو لاره نیولی دی ) ئی جهان کښی بدنام او په تروریزم ئی مشهور کړ او نږدی دی چی اسلام مبارک دین په جهان کښی ورټل شی ، دی خائینانو که د اسلام څخه درک درلودای او انسانی کرامت ئی درلودای نو ملت به ئی وږۍ نه ساتلو او ملت ته به دی خیټورو غلامانو تکرارآ نه ویلۍ چی د خوراکو لپاره خدای ته بغاری وکړۍ او د میرمنو حقوق ئی تام پلانیز تر پښو لاندی کړیدی اودا خیټور کفاراو داجنبیو غلامان د ملت سرکوب او تباهی لپاره په نوبت سره پلانیز د ملت په اوږو سپاره کړۍ شوی او دا به دوام ولری او ددوی او ددوی بادارانو تر مینځ اختلافونه مصنوعی دی تر څو چی ملت په یو وحدت سره ددوی پر ضد راپورته نشی نو دا بدبختی به نوره هم شدت پیداکوی او باالاخیره افغان غیرتی ملت به قبیلوی ټوټه شی !

    منور افغانان د افغان ملت په بودیجه روزل شوی دی که دوی اوس هم ناقصی فلسفی وائی او ناقصی نوشتی کوی نو دا نه د ملت په درد راځی او نه د افغان ملت راتلوونکیو امیدونو لپاره مفید واقع کیدۍ شی ، اجنبیان کاملآ پوه دی چی د داسی تربیه شوو ساختګیو مسلمانانوغلامانو په وسیله افغان ملت ښه تره ګروګان کیدای شی او ددی وحشیانو سره رنګارنګ کمونیستان هم ګډ شوی دی اوددوی په وسیله د چین او روسیی سره ( د امریکا او انګلیس په هدایت ) ورځ تر بلی اړیکی محکمیږی او ددی راتلوونکۍ به هم د افغان ملت لپاره ډیر زهرناکه تمام شی !!!!!!!!!
    دوکتور روستار تره کی باید په خپل ګریوان کښی سر ټیټ کړی او ژور سوچ وکړی چی ایا دداسی پلانیز تربیه شوو وحشیانو ملاتړ وکی او که په ضد ئی راپورته شی ؟؟؟؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب