شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهکندوز کې کور په کور چاڼيز عمليات پيل شوي

کندوز کې کور په کور چاڼيز عمليات پيل شوي

تاند( شنبه ، د سنبلې پينځمه) د طالبانو سيمه ييزو چارواکو ويلي،چې ‏‏‏‏په کندز کې يې کور په کور چاڼيز عملیات پیل کړي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ طالب مسوولین وايي چې ياد شوي عمليات یې له پرون راهيسې پيل کړي،چې تر اوسه پکې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

چارواکو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ځينو خبري سرچينو په بلخ او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ورته عملياتو د پيل خبر ورکړی.

بل لور ته:د طالبانو امنيتي چارواکو ويلي،چې په سرپل کې ېې ۴تنه د ماشومانو د قاچاق په تور نیولي.

د چارواکو په وينا،دغه کسان په سانچارک ولسوالۍ کې نیول شوي.

د دوی په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب