یکشنبه, جولای 7, 2024
Homeخبرونهسېلونه؛تېره مياشت ېې ۱۹۴افغانان مړه کړي او ۲۶۵نور ټپيان کړي

سېلونه؛تېره مياشت ېې ۱۹۴افغانان مړه کړي او ۲۶۵نور ټپيان کړي

تاند( شنبه، د سنبلې پينځمه) په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکو نن (د چنګاښ له لومړۍ څخه د وږي تر ۵مې) پورې په هېواد کې د سېلاوونو اوښتي ځاني او مالي زیانونه له رسنیو سره شریک کړل.

پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د طالبانو د وزارت معین او د یاد کمېسیون رئیس مولوي شرف الدین مسلم وویل چې په یاده موده کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۱۹۴ کسان شهیدان او ۲۶۵ تنه ټپيان شوي دي.

 د هغه په وينا،په دې موده کې څه دپاسه ۱۲ زره کورونه په پشپړه او یا هم نیمه توګه ویجاړ شوي، څه دپاسه ۹۰۰۰ څاروي تلف شوي او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړ شوې دي.

مسلم زیاته کړه چې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو شویو کورنیو سره د ۸۲ مرستندویو بنسټونو مرستې په وخت او شفاف ډول وېشل شوې دي.

 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لپاره د طالبانو سر‍پرست او د یاد کمېسیون غړي مولوي عطاالله عمري په خپلو خبرو کې وویل چې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۵۰۰ زره ۹۲۴ جریبه کرنیزې ځمکې تر سېلاو لاندې شوې، یو میلیونه ۷۱۶ زره ۳۸۵ مېوه لرونکي او یو میلیونه ۲۲ زره ۳۹۰ بې میوې ونې له منځه تللې او ۳۹ زره ۳۰۸ څاروي تلف شوي دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور څرګنده کړه چې د وروستیو سېلاوونو د راوتلو له امله، په هېواد کې د اوبو ۴۴۱ لوی کانالونه، ۳۲۹ روغتیايي سربندونه او ۶۵۰ استنادي دېوالونه زیانمن شوي او ۷۵۰ کارېزونه بند شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا سر‍‍پرست وزیر ډاکټر قلندر عباد هم د موضوع په اړوند معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دغه وزارت روغتيايي ټیمونه د وروستیو طبیعي پېښو زیانمنو شویو ته په وخت رسیدنه کړې ده.

هغه د نړیوالو بنسټونو د مرستو مننه وکړه، خو شوې مرستې یې ناکافي وبللې او پر هغوی یې غږ وکړ چې د امبولانسونو او روغتیايي توکيو په برخه کې دې له یاد وزارت سره زیاته مرسته وکړي.

طالب چارواکو پر ټولو ملي او نړیوالو مرستندویو مؤسسو غږ وکړ چې په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو زیانمنو شویو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو، درملو، سرپناه، د دایمي کورونو جوړولو او پرمختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې دې له طالبانو سره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب