شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهملا برادر د طبيعي پېښو زیانمنو سره د مرستو پر شفافيت ټینګار...

ملا برادر د طبيعي پېښو زیانمنو سره د مرستو پر شفافيت ټینګار وکړ

تاند( يکشنبه، د سنبلې شپږمه) د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پېښو ته د رسېدو کمېسیون غونډه وکړه.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، نوموړي په دې غونډه کې پېښو ته د رسېدو کمېسیون اړوندو ادارو کارونه و ارزول او اړوندو مسؤولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال زیانمنو شویو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

ملا عبدالغني برادر د طبیعي پېښو رامنځته کېدو پر مهال د مرستو په وېش کې پر شفافیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې اړوند وزارتونه او ادارې باید په ډېر شفاف ډول زیانمنو شویو ته مرستې ووېشي.

هغه ټولو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې په راتلونکي کې دې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هېوادوالو ته د مرستو رسولو لپاره پوره چمتووالی ونیسي.

په ورته وخت کې د طالبانو د پېښو ته د رسېدو کمېسیون غړو وزارتونو او ادارو وویل: هغه ولایتونو کې، چې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي په وخت یې د مرستې ټیمونه لېږلي او تر ډېره یې له زیانمنو شویو خلکو سره لومړنۍ مرستې کړې دي.

د طالبانو د ارقامو له مخې، د تېرې یوې میاشتې په جریان کې په هېواد کې د سېلابونو له امله ۱۹۴ کسان مړه شوي، ۲۶۵ ټپيان شوي، ۶۰۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې، په زرګونو څاروي له منځه تللي او په سلګونو کانالونه، کارېزونه، کوچني بندونه او استنادي دېوالونه ویجاړ شوي دي.

د پېښو زيانمن شوي‌ خلک دوی سره د مرستو د نه ترسره کیدو او دغه راز په مرستو کې د نه شفافيت ادعاوې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب