دوشنبه, دسمبر 29, 2025
Home+پکتیکا کې یو پخوانی ملي پوليس نيول شوی او شکنجه شوی دی

پکتیکا کې یو پخوانی ملي پوليس نيول شوی او شکنجه شوی دی

تاند( يکشنبه، د سنبلې شپږمه) سیمه ییزو سرچینو ویلي،چې د پرزول شوي جمهوري نظام یو ملي پوليس محمد عمر د‌ پکتیکا د جاني خېلو ولسوالۍ په بابو خیل کلي کې طالبانو بندي کړی او شکنجه کړی دی.

ويل شو،چې نوموړي په همدغه ولسوالۍ کې دنده لرله، خو اوس طالبانو نیولی او لا هم ورسره بندي دی.

د نوموړي د کورنۍ د معلوماتو له مخې، هغه د نظام له سقوط وروسته هېواد نه بهر تللی و،خو د طالبانو د ځایي چارواکو له لوري اطمینان ورلېږل شوی و،چې هېواد ته دې ستون شي.

څو ورځې مخکې طالبان تورن شول،چې د بلخ د خلم ولسوالۍ پخوانی امنيه قوماندان قاري قدیر ېې له بنده تر خوشې کولو وروسته د لوېې لارې په اوږدو کې په ډزو وواژه.

طالبانو د هغې قضيې په اړه څه نه دي ويلي،خو په ورته لسګونه نورو پېښو له تورنیدو سره یو مخ داسې ادعاوې بې بنسټه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هالیووډ د ۲۰۲۵ ۵ تر ټولو زیات عاید لرونکي فلمونه

داودجبارخیل د تېرو کلونو په څېر، سږ کال هم په هالیووډ کې سلګونه فلمونه جوړ او نندارې ته وړاندې شول، خو ځینې فلمونه داسې وو...