دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: ط-ان نه دي نرم شوي،د افغانستان د انزوا مسوول همدوی...

اروپايي ټولنه: ط-ان نه دي نرم شوي،د افغانستان د انزوا مسوول همدوی دي

تاند( يکشنبه، د سنبلې شپږمه) ‏د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مسوول جوزپ بورل په کابل کې د طالبانو حاکمه اداره تورنه کړې،چې تېر یو کال ېې هیڅ کوم نرمښت نه دی کړی.

نوموړي د نجونو د ښوونځيو تړل کیدو ته له اشارې سره ویلي،چې طالبانو د خپلې وعدې خلاف میلیونونه نجونې د زده کړو له حقه محرومې کړي او افغانستان ېې په نړيواله کچه منزوي کړی دی.

د اروپايي ټولنې دغه مسوول په عین حال کې خواشیني ښودلې،چې د دغې نړيوالې انزوا درنه بیه د افغانستان خلک پرې کوي.

د اروپايي ټولنې د دغه مقام څرګندونې په داسې حال کې دي،چې تېره اونۍ په افغانستان کې د دغې ټولنې ځانګړي استازي د یوې ټلویزیوني مرکې پر مهال له افغانستان سره د دوی مرستې د نجونو د ښوونځيو له پرانیستلو او نورو تلف شویو حقونو له ورکړې سره مشروطې کړې.

وروسته طالبانو په افغانستان کې د نوموړي د ماموريت پای ته رسېدو خبر ورکړ، خو اروپايي ډيپلوماټ وویل چې طالبانو له افغانستان څخه شړلی دی.

د طالبانو له واکمنيدو سره، پر افغانستان د نړيوالو مرستې تر ډېره حده درول شوي،‌د دوی اداره هیڅ کوم هېواد په رسميت نه پيژني او څو ورځې مخکې د افغانستان نوم د ملګرو ملتونو د را روانې کلنۍ غونډې د ګډونوالو له ليست څخه وویستل شو.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي بيا څو ځلې ويلي،چې نړيوال د دوی ادارې سره د یوه رسمي دولت په شان چلند کوي.

ښاغلي متقي د دغسې ادعا شوي چلند جزییات نه دي روښانه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب