دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب:هوايي ځواک مو ۳زره تنه له سېلونو ژغورلي

ملا یعقوب:هوايي ځواک مو ۳زره تنه له سېلونو ژغورلي

تاند( يکشنبه، د سنبلې شپږمه) ‏د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد وايي،چې هوايي ځواک ېې د هېواد په مختلفو ولايتونو کې له درې زره زيات کسان ژغورل شوي دي.

‏ یعقوب مجاهد نن په یوه خبري ناسته کې وويل، چې د دوی د اردو اوسنی تشکیل ۱۵۰ زره دي،خو د زياتيدو په اړه یې لا هم کار روان دی.

نوموړي ټینګار وکړ،چې د طالبانو ځواکونه د هېواد له ارضي تماميت او استقلال څخه د دفاع توان لري او د مسلکي توب او ښه تجهيز کولو په موخه يې ګړندۍ هڅې دوام لري.

د طالب چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې دي،چې په وروستيو کې د افغانستان پر فضا د بهرنيو، په خاص ډول د امريکايي بې پيلوټه الوتکو د ګرځیدو خبرونه زیات شوي دي.

د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد له امریکایي چارواکو غوښتي،چې له دې کوره لاس په سر شي.

د يادونې وړ ده،چې د طالبانو د هوايي ځواک له لوري د سېلاب ځپليو کسانو د ژغورنې له کبله د دوی اړوند چارواکي او په سر کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد ستایل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب