Homeخبرونهط-انو يو داسې کس ښاروال ټاکلی چې ښوونځی یې تر څلورم ټولګي...

ط-انو يو داسې کس ښاروال ټاکلی چې ښوونځی یې تر څلورم ټولګي لوستی

تاند( يکشنبه، د سنبلې شپږمه) په تخار کې د ینګي قلعه ولسوالۍ د طالب ښاروال په اړه خپاره شوي راپورونه څرګندوي،چې نوموړي ښوونځی تر څلورم ټولګي لوستی دی.

 ‏دغه طالب ښاروال،چې فیض بیدل نوميږي او شاوخوا ۷۰کاله عمر لري،تازه ېې خپله دنده په رسمي ډول پيل کړې ده.

خبري سرچينو د نوموړي د ټاکنې اصلي دليل له طالب مشرانو سره د نوموړي نیږدې اړیکې وې.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي،خو مخکې ېې ټینګار کړی چې د دوی د جنګیالیو د ګومارلو لپاره تعليمي معيار نه،بلکې جنګي سابقه او دوی ته تعهد مهم دی.

طالب چارواکي په وروستیو کې د ادارو په مسلکي کيدو ټينګار کړی او ادعا کوي،چې تر بل هر وخت ېې ډېر مسلکي کسان پر دندو ګومارلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...