دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان نه د ط-انو غوښتنه؛امریکايي بې پیلوټه الوتکو ته پر افغان خاورې...

پاکستان نه د ط-انو غوښتنه؛امریکايي بې پیلوټه الوتکو ته پر افغان خاورې د څار لاره مه ورکوئ

تاند( يکشنبه، د سنبلې شپږمه) د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد نن په یوه خبري غونډه کې پر پاکستان تور پورې کړ،چې پر افغان خاورې امریکايي بې پیلوټه الوتکو ته د څارنې فضايي لاره ورکوي.

نوموړي له پاکستاني چارواکو وغوښتل،چې دا چاره دې نوره پای ته ورسوي.

هغه ونه ويل،چې د دې کار د نه مخنيوي په صورت کې به د پاکستان پر وړاندې به د دوی اقدام څه وي؟

طالب چارواکو مخکې هم پاکستان تورن کړی و، چې خپله فضا امریکايي الوتکو ته د دوی پر ضد په واک کې ورکوي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

پاکستان خپله هم څو ځله پر افغان خاورې هوايي او ځمکني بریدونه کړي،چې د طالبانو د دفاع وزیر له توند غبرګون سره مخ شوي دي.

ډېری نور طالب چارواکي د پاکستان د دغو کړنو په اړه څه نه وايي.

2 COMMENTS

  1. پاکستان په داخل د افغانستان بمبارد کوی، عملیات کوی څه له لاسه کیږی ۵۲ هیوادو ته مو ماته ورکړی خو پاکستان کی مو کورونه او ښځی ګروګان دی په والله که هیڅه ورته وویلی شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب