دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ط-انو داخله وزارت: تېر کال مو ۲۴۳دښمنان وژلي او ۷۲نور ټپيان...

د ط-انو داخله وزارت: تېر کال مو ۲۴۳دښمنان وژلي او ۷۲نور ټپيان کړي

تاند( يکشنبه، د سنبلې شپږمه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارواکو نن د خپل یوکلن کاري فعاليت د راپور ورکولو پر مهال ویلي،چې تېر کال ېې خپل ۲۴۳‌ دښمنان وژلي دي.

د‌ دغه وزارت چارواکو دغه راز وویل،چې د ۷۲ تنه ېې ټپیان شوي، ۲۳۷ نیول شوي او ۳۱۴ تنه نور ورته تسلیم شوي دي.

طالب چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي،چې نور کله ېې چارواکو او وياندويانو تل د دوی د وسله والو مخالفانو لرل رد کړي او په دې اړه ېې شوې خبرې بې بنسټه ګڼلي دي.

دا په داسې حال کې ده،چې د‌ طالبانو وسله والې مخالفې ډلې په مختلفو ولايتونو کې د دوی خلاف د وسله والو فعالیتونو ادعاوې کړي دي.

طالب چارواکو نه دي ويلي،چې د دوی هدف له دښمنانو څخه څوک دي او هغوی سره په وسله والو نښتو کې د دوی جنګياليو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب