کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه
لیکوال: هیري هنډرسن
ژباړه: رحمت شاه فراز
روبوټپوهنه (Robotics)
اټومیشن یوه ډېره زړه نظریه ده. اټومیشن هغه ژوندي غوندې ماشین ته ویل کېږي چې پخپل سر پېچلي کارونه کولی شي. لرغونې نړۍ هم له ساده اټومیټا (اتومات ماشینونو) سره بلده وه او تر ۱۸ پېړۍ پورې انسان وزمه اتومات ماشینونه د شاهي ماڼیو د تفریح وسیله ګرځېدلي وو، چې دغو ماشینونو موسیقي، رسامي، او نڅا کولی شوی. څه موده وروسته د «تُرک» په نوم د شطرنج اتومات ماشین منځته راغی، چې ډېری انساني لوبغاړو ته یې ماتې ورکولی شوی.
خو یو شی ډېر کله هغسې نه وي، چې په سترګو ښکاري. اصلي اټومیټا، هغه چې په جعبو او ګیرونو به کنټرولېده، یوازې هغه کارونه کولی شوی چې په دې ماشین کې به ډیزاین او ترتیب شوي وو. یاد ماشینونه بیا ځلې نه شوی پروګرامېدلی او په خپل محیط کې يې تغیراتو ته غبرګون نه شوی ښودلی. دغه راز د شطرنج لوبوونکي اټومیټا تر شا هم اصلاً یو پټ انساني لوبغاړی موجود وو.
واقعي روبوټپوهنې د ۲۰ پېړۍ په منځنیو وختونو کې خپل مزل پیل کړ او اوسمهال د دوو قطبونو په لور خپله لاره وهي: یو بې روحه خو په صنعتي برخه کې ګټور روبوټونه؛ او بل هیښوونکي خو د مصنوعي ځیرکتیا د لابراتوارونو ازمایشي روبوټونه دي.
صنعتي روبوټونه
په ۱۹۲۱ کال کې د چک هېواد ډرامه لیکوال کارل کاپیک د RUR یا «د روسم نړیوال روبوټونو» په نوم یوه ډرامه ولیکله. روبوټ د چک ژبې کلمه ده چې د کار (کارمند)، سرف یا غلام په معنا ده. په ډرامه کې هغه روبوټونه، چې یوه صفابریکه يې په نورو فابریکو کې د دندو لپاره جوړوي، بالاخره د خپلو انساني بادارانو په خلاف را پورته کېږي.
د ۱۹۶۰ کلونو په اوږدو کې اصلي روبوټونه په فابریکو کې تر سترګو شول. دغه روبوټونه د هغو لومړنیو ماشینونو پرمختللې بڼه وه چې د جعبو یا نورو میکانیزمونو په واسطه پروګرام شوي وو. صنعتي روبوټ په اصل کې هغه خوځند لاس دی چې یوه پنجه لري او «end effector» يې بولي. لاس او پنجه د هایډرالیکي، بادي، برېښنايي او میخانیکي قواعدو د یوه ترکیب په مټ حرکت کوي. د دې ډول روبوټونو عادي استعمالونه د پرزو ترکیب، ویلډنګ کاري او رنګمالي ښودلی شو. هر روبوټ د یوې دندې لپاره په دوه ډوله پروګرام کېږي؛ یا د توکو د خوځولو، نیولو او بې ځایه کولو لپاره تفصیلي هدایات ورکول کېږي او یا د اړینو خوځښتونو لپاره د روبوټ لاس، پنجه او افکټور ته حرکت او ټریننګ ورکول کېږي او بیا دغه ټریننګ د روبوټ په میموري کې زېرمه کېږي. تر ۱۹۷۰یمو کلونو پورې، یونیمیشن شرکت په فابریکو باندې د خپل یونیمیټ روبوټونو په خرڅلاو سره ګټور تجارت پیل کړی وو.
لومړنیو صنعتي روبوټونو د محیط تغیراتو ته د عکس العمل ډېره کمه وړتیا لرله، تغیر یعنې دا چې مثلاً د روبوټ هدفي توکی به که له خپل موقعیت نه یو څه خوځېدلی وو. مګر وروستنيو موډلونو یې پېچلي سینسرونه درلودل، چې په مرسته یې دوی له بدلونونو سره ځان عیاراوه او خپل کار یې سرته رسولی شوی. تر دې هم پېچلي کمپیوټري پروګرامونه چې معاصر روبوټونه کنټرولوي، داخلي ښودنې (رپریزنټیشن) یا «د مراجعې فریمونه» لري، چې هم د روبوټ داخلي پارامترونه (زاویې، فشارونه، وغیره) په نظر کې نیسي او هم په کاري ساحه کې خارجي موقعیتونه څاري.
ګرځنده روبوټونه او خدماتي روبوټونه
صنعتي روبوټونه په ډېر محدود محیط کې فعالیت کوي، نو د هغوی په جوړښت کې د نړۍ ښودنه (رپریزنټیشن) هم ډېره ساده وي، خو اوسمهال داسې روبوټونه هم جوړ شوي چې په خپل محیط کې حرکت هم کولی شي؛ مثلاً نظامي ارګانونو ارابه لرونکي اتومات موټرونه (AVG) جوړ کړي، چې د جنګ په میدان کې ګرځېدلی، بدرګه کولی او یا په دښمن برید کولی شي. همداسې فضا ته تلونکي روبوټونه مثلاً «سوجرنر مارز» هم پاموړ داخلي «ځیرکتیا» لري، که څه هم عمومي چارې یې د ریموټ لارښوونو په واسطه پروګرام شوې دي.
په اصل کې دا چې ګرځنده روبوټونه څومره اتوماتوالی لري، ډېر فرق کوي؛ ځکه یو لور ته اصلاً روبوټ دی چې حرکت کوي؛ خو نور کنټرول يې د انساني اپریټور په لاس کې وي، مثلاً هغه پولیسي روبوټونه چې د یرغمل شویو وګړو لپاره خطرناکو وضعیتونو ته استول کېږي. (بله بېلګه یې هغه روبوټونه دي چې په مشهورو «روبوټ وار» فلمونو کې د جنګ په ډګر کې جنګېږي.)
تر دې زیاتې اټونومي (خپلواکي) ته چې ور نږدې کېږو، نو «خدماتي روبوټونه» لرو چې اوس، اوس په ځینو مؤسساتو مثلاً شفاخانو او لابراتوارونو کې لیدل کېږي. یاد ګرځنده روبوټونه تر ډېره د تجهیزاتو د انتقال لپاره استعمالېږي. مثلاً HelpMate روبوټ په خپل سر ټول روغتون کې ګرځېدلی شي او د لار موندنې لپاره له داخلي نقشې ګټه اخلي او حتی بل پوړ ته د تلو لپاره لفټ هم استعمالولی شي.
خو خدماتي روبوټونو تر دې دمه په بازار کې ډېر معمولي ځای پیدا کړی او لامل یې دا دی چې یاد روبوټونه نسبتاً ګرانه او چارې یې محدودې دي، او بیا که نسبتاً د ټیټ معاش انساني مزدور موجود وي، نو معمولاً انساني مزدور پرې لومړیتوب لري. د اوس لپاره د دې احتمال ډېر دی چې ګرځنده او خدماتي روبوټونه به په هغو محیطونو کې د تخصصي کارونو لپاره استخدام شي، چې د بشر لپاره ډېر زیات خطرناک وي، مثلاً په پوځ، پولیس، د زهرجنو موادو په سمبالښت، او داسې نورو برخو کې.
ځیرک روبوټونه
د مصنوعي ځیرکتیا د څېړونکو لپاره روبوټپوهنه تل یوه دلچسپه موضوع پاتې شوې، په دې چې که یو روبوټ په ډاډمنه بڼه په واقعي نړۍ کې فعالیت وکړي، نو دغه وړتیا یې د واقعي مصنوعي ځیرکتیا د امکان په ښودلو کې هم لویه مرسته کولی شي.
د ځیرک او انسان وزمه روبوټ جوړول ګڼ تړلي چیلنجونه له ځان سره لري، چې هر چیلنج يې مشکل دی، چې له هغو نه ځینې یې د محیط د لید او تفسیر لپاره د سیسټم او له داخلي پلوه د دې محیط د ارایې لپاره یو میتود جوړول دي، تر څو روبوټ د خنډونو له منځه خپله لار پیدا کړي او کارونه سرته ورسوي.
د مصنوعي ځیرکتیا اولنی روبوټ «شیکي» وو چې په ۱۹۶۹ کې په سټنفورډ څېړنیزه مؤسسه (SRI) کې جوړ شو. شیکي یوازې په یوه ساده چاپېریال کې لاره پیدا کولی شوی. خو «سټنفورډ کارټ» چې د ۱۹۷۰یمو کلونو په وروستیو کې هانس موراویک جوړ کړ، کولی یې شوی، چې په لیلیه کې بې له دې چې له خنډ سره مخ شي، وګرځي.
په دغه ډګر کې د څېړنو ابتکاري سفر په ایم آی ټي پوهنتون کې په ۱۹۹۰یمو کلونو کې پیل شو. د «کل نه جز» میتود پر ځای چې په دې کې به روبوټونو ته واضح منطقي اصول پروګرامېدل، دغه وخت له چلندي روبوټپوهنې استفاده وشوه، چې له «جز نه کل» په اساس کار کوي او د سنسرونو او اکچویټرونو سیسټمونه پکې ترکیبېږي، چې هر سیسټم خپل ساده اصول لري، او حیرانوونکی مغلق چلند ورڅخه منځته راتلی شي. کاګ او قسمت، د ایم آی ټي «ټولنیزو روبوټونو» وکولی شوی چې خپله نړۍ وپېژني او د ماشومانو په څېر له خلکو سره تعامل کول زده کړي.
نن ورځ، یو تن کولی شي، چې د لوبتوکو په ډول خپلو ماشومانو ته ځیرک روبوټونه وپېري، لکه د سوني شرکت AIBO روبوټي سپی چې د سپي مختلف چلنونه تمثیلولی شي لکه په شیانو پسې منډه اخیستل او په اشاروي ژبه خبرې کول. یو شمېر روبوټي لوبتوکي نه یوازې د چلند او اوازونو پراخه زېرمه لري، بلکې تر څه بریده زدکړه هم کولی شي.
په دې سربېره، دا هم شونې ده چې په کور یا ښوونځي کې د روبوټپوهنې تجربې ترسره کړو، مثلاً د LEGO Logo ابزار ټولګه چې د اسانه ښوونیزې پروګرامي ژبې (Logo) سره، سره د جوړښتي توکو یوه مجموعه هم لري.
راتلونکي استعمالونه
که څه هم واقعي انسان وزمه روبوټ چې دومره قابلیتونه ولري چې آیزک آسیموف او نورو ساینس فکشن لیکوالو لیکلي، تر دې دمه نه تر سترګو کېږي؛ خو د روبوټونو د استعمال ګڼ زړه راښکونکي موارد شته چې نن ورځ مخې ته را روان دي، چې له هغې ډلې د عملیاتو په څېر دندو په خاطر د ریموټ روبوټونو استعمال او د انسانانو لپاره د غوره مصنوعي لاسونو او پښو د ډیزاین (یعنې بیونیک) په برخه کې د روبوټپوهنې د قوانینو تطبیق ښودلی شو. که تر دې وړاندې وځیرو، نو د داسې مصنوعي روبوټي «ژوند» د پنځونې شونتیا هم وینو، چې بېرته خپل ځان تولید کړای شي.
اضافي لوستونه
1- Breazeal, Cynthia. Designing Sociable Robots. Cambridge, Mass.: MIT Press, 2004.
2- Brooks, Rodney A. Flesh and Machines: How Robots Will Change Us. New York: Pantheon Books, 2002.
3- Henderson, Harry. Modern Robotics: Building Versatile Machines. New York: Chelsea House, 2006.
4- Humanoid Robotics Group [MIT Artificial Intelligence Laboratory]. Available online. URL: http://www.ai.mit.edu/ projects/humanoid-robotics-group/. Accessed August 19, 2007.
5- Menzel, Peter, and Faith D’Alusio. Robo Sapiens: Evolution of a New Species. Cambridge, Mass.: MIT Press, 2001.
6- Nof, Shimon Y. Handbook of Industrial Robotics. 2nd ed. New York: Wiley, 1999.
7- Pires J. Norberto. Industrial Robots Programming: Building Applications for the Factories of the Future. New York: Springer, 2007.
8- Schraft, Rolf Dieter, and Gernot Schmierer. Service Robots: Products, Scenarios, Visions. Natick, Mass.: A. K. Peters, 2000.
9- Severin, E. Oliver. Robotic Companions: Mentorbots and Beyond. New York: McGraw-Hill, 2004.
10- Tesler, Pearl. Universal Robots: The History and Workings of Robotics.TheTech Museum. Available online. URL: http://www.thetech.org/exhibits/online/robotics/ universal/index.html.Accessed August 19, 2007.