دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان د ملا یعقوب څرګندونو ته توند غبرګون وښود

پاکستان د ملا یعقوب څرګندونو ته توند غبرګون وښود

تاند( دوشنبه، د سنبلې اوومه) د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب وروستيو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي،چې د پاکستان خاوره په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د ګرځنده څارنې لپاره نه استعماليږي.

هغه په دې اړه د ملا یعقوب مجاهد تورونه بې بنسټه ګڼلي دي.

‏پاکستاني ویاند په ورته وخت کې د ملا یعقوب مجاهد څرګندونې د خواشينۍ وړ او د رسمي دریځ څرګندولو د اصولو پر خلاف ګڼلي دي.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد پرون په یوه خبري ناسته کې وويل،چې پاکستان امریکایي بی پیلوټه الوتکو ته د افغانستان د فضایي څارنې لپاره خپله خاوره په واک کې ورکړې ده.

نوموړي له پاکستان څخه د دغه کار د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

ځينې شنونکي فکر کوي،چې له دې وروسته ښايي پاکستان د ملا یعقوب مجاهد خلاف په ځینو اقداماتو لاس پورې او نوموړی تخریب کړي.

یعقوب مجاهد نه دي ويلي،چې که پاکستان د افغانستان د خاورې د څارنې لپاره د امريکا له بې پیلوټه الوتکو سره خپله همکاري پای ته ونه رسوي، د دوی غبرګون به ېې پر وړاندې څه وي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب