دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهجنرال مکنزي: بایډن ته مو ویل چې د سرتېرو ويستل به یې...

جنرال مکنزي: بایډن ته مو ویل چې د سرتېرو ويستل به یې د افغان جمهوریت د پرزېدو سبب شي

تاند( دوشنبه، د سنبلې اوومه) له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د عجولانه ویستو په اړه د نیوکو په دوام، د امریکا د یوې مهمې پوځي برخې(سنټکام) پخواني قومندان
جنرال مکنزي هم د امریکا پر ولسمشر جوبایډن نیوکې کړي.

نوموړي فاکس نیوز ته په یوه تازه مرکه کې وويل،چې امریکايي ولسمشر ته ېې په دې اړه وار د مخه د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی و.

د نوموړي په وينا، ولسمشر بایډن له دې سره-سره له افغانستان څخه امریکایي سرتېري په یوه ناسنجول شوي اقدام کې وويستل.

نوموړی بایډن تورنوي،چې د دوی د خبرداري په غبرګون کې به ېې ویل چې د طالبانو پر وړاندې لازم تدابير موجود دي.

د امریکا ولسمشر له افغانستانه د خپلو سرتېرو د وېستو د ناوړه پایلو په اړه وروستيو نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

بايډن مخکې ياده پرېکړه د خپل پخواني ځای ناستي ډونالډ ټرمپ کار باله او ټینګار یې کاوه،چې ده په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې ترسره شوی تړون عملي کړی.

ولسمشر ټرمپ بیا ټینګار کوي،چې هغه نوموړی تړون د افغانستان د شرايطو له نظر کې نيولو سره عملي کاوه او دا جوبایډن و،چې په وینا یې یاد شوی تړون ېې په پټو سترګو او د لازمو شرايطو له رامنځته کیدو پرته عملي کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب