دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهحميد خراساني:د بې انصافۍ او بې عدالتۍ له کبله ط-انو نه لاره...

حميد خراساني:د بې انصافۍ او بې عدالتۍ له کبله ط-انو نه لاره بېلوم

تاند( دوشنبه، د سنبلې اوومه) د پنجشېر لپاره د طالبانو د امنیت آمر عبدالحمید خراسانی، چې د جمهوري نظام پر مهال د جنايي جرمونو تر څنګ د افغانستان د ملي بيرغ د سپکاوي په تور بندي شوی و، اوس د طالبانو له لیکو د جلا کيدو خبر ورکړی.

نوموړي د خپلې دغې پریکړې دلیل د طالبانو په لیکو کې بې عدالتي او بې انصافي ګڼلې او ويلي،چې له طالبانو تر جلا کیدو وروسته نور سياست او د دوی خلاف د مقاومت جبهې ملتیا نه کوي او کرار پر کور کیني.

خراساني مخکې د پنجشېر لپاره د طالبانو والي مولوي قدرت الله سره د اختلافاتو خبر ورکړی او د ګوښه کیدو غوښتنه ېې کړې وه.

طالبانو د نوموړي د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

حميد خراساني د طالبانو له ناندریزو څېرو څخه دی او د دوی له واکمنيدو مخکې ېې په يوه ويډيويي پيغام کې د پنجشېر له خلکو دغه ولايت ته ان د کوچيانو د نه پریښودو غوښتنه کړې او دلیل دا ګڼلی و،چې ګواکې ټول کوچيان پښتانه او طالبان دي.

1 COMMENT

  1. يو مجرم هېڅکله عدالت پلی کولی نه شي. لږ تر لږه که خپل له نورو جرمونو له مرتکبېدو وساتي دا به يې له ځان او هم له ټول ولس سره مرسته وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب