Homeخبرونهتېر کال د ۳میلیونه ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې

تېر کال د ۳میلیونه ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې

تاند( دوشنبه، د سنبلې اوومه) ‏د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي،چې تېر کال ېې ۲۰۸ تنه د پيسو د قاچاق اړوند مختلفو جرمونو په تړاو نیولي.

د ياد شوي وزارت چارواکو پرون په یوه خبري غونډه کې وويل،چې د تېر کال په موده کې د دوی د سرحدي ځواکونو له لوري د ۳ میلیونه ‏امریکایي ډالرو، ۲۰ زره پونډه، ۳۹ زره دینارو، ۲۹۰ زره درهمو، ۲۰ زره سعودي ریالو او ۶۴۰۰ یورو له قاچاق څخه مخنیوی شوی دی.

طالب چارواکو د پيسو د قاچاق مخنيوی د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره مهم ګڼلي دي.

دا په داسې حال کې ده،چې اقتصادي شنونکي د اقتصادي مافیا له لوري لا هم د پيسو د قاچاق د دوام ادعا کوي او زياتوي،چې د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتلو اصلي دليل افغانستان ته د نړيوالو د څلویښت میلوني ډالري بشري مرستو استول دي،چې هره اونۍ یې دغه هېواد ته را استوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....