یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د پاکستان عمليات؛متقي غلی دی او ملا یعقوب پاکستان سره...

افغانستان کې د پاکستان عمليات؛متقي غلی دی او ملا یعقوب پاکستان سره وران شوی

تاند( دوشنبه، د سنبلې اوومه) د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رييس رحمت الله نبیل په ګډون يو شمېر باخبره سرچينې ادعا کوي،چې پاکستان د افغانستان خاوره کې د پاکستان د تحريک طالبان (TTP) پر ضد مستقيم عمليات پيل کړي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې ياد شوي عمليات تر ډېره په ننګرهار، کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې پیل شوي.

ویل کیږي،چې د افغانستان حاکمو طالبانو او په خاص ډول حقاني شبکې د پاکستان د تحريک طالبان مشران له پاکستاني چارواکو سره د خبرو په نوم دغو سیمو ته وغوښتل،خو اوس ېې پر ضد د پاکستاني ځواکونو د عملياتو زمينه برابره کړې ده او غواړي يو مخ یې مشران پر پاکستاني ځواکونو يا ونيسي او يا ووژني.

دا په داسې حال کې ده،چې د پاکستان پوځ هم د عملياتو د سیمې له په ډاګه کولو پرته د تحريک طالبان پاکستان خلاف د سختو عملیاتو اعلان کړی دی.

له دې سره پرون د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد له پاکستان څخه غوښتي،چې د افغانستان هوايي حریم ته له خپلې خاورې څخه د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د الوتنو اجازه ورنه کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ملا یعقوب په غبرګون کې د نوموړي خبرې نا مسوولانه او د رسمي اصولو خلاف ګڼلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل ويلي،چې ملا یعقوب یا پاکستان سره په افغان خاوره کې د پيل کړو عملیاتو خلاف دی او یا د ځان د مستقل ښودلو هڅې کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ملا یعقوب او پاکستان مواجه کیدلو ته په غبرګون کې ډېرو افغانانو ملا یعقوب ستایلی او ویلي،چې که ملي او پاکستان ضد دریځ ونيسي، افغانان به یې ملا وتړي او د طالبانو واکمني به ولسي محبوبیت پیدا کړي.

له دې سره سره د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په اړه خلکو توند غبرګونونه ښودلي او ویلي،چې د پاکستان پر وړاندې د نوموړي د پوښتنې وړ خاموشي او تمایل سبب شوی،چې ملا یعقوب د هغه د بهرنيو چارو وزارت دنده هم ترسره کړي.

په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې د پاکستان د تازه عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

پاکستان مخکې د یو لړ عملیاتو پر مهال په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د عمومي مشر عمر خالد په ګډون د دوی د يو شمېر مشهورو مشرانو د وژلو خبر ورکړی و.

د افغانستان حاکمو طالبانو په هغې اړه هم د خلکو نیوکو او پوښتنو ته ځواب نه و ورکړی.

5 COMMENTS

  1. دا هسې زرګري خبری او جنګ دی. دا ټول د پاکستان لاسپوسي او پلورل شوي خلک دي. افغانستان عملأ له سره تر پچه اشغال دی.

  2. که څه هم په ټالبانو کې د چا خبره رښتینی مسلمان او سم سړی کم پیدا کیږی ،خو که ملا یعقوب رښتیا ثابته کړي چې پنجابي ضد روحیه او ملي افغاني غرور لري ، باید ملاتړ یې وشي .

  3. اکثرا د اجنبی استخباراتو سره تړلی او مطیع غلامان ډیر کم او ډیر فرومایه او جاهل خلک وی،او بی خبره طالبان چې د اسلام په جذبه غوری وهی په ظاهر د القابو او څیرو غولیدلی،خو ملا یعقوب د شهیدملا محمد عمر مجاهد زوی د پلار په خط روان سړی ښکاری،موږ د خپل رب نه ټول امت ته خادم حاکمان غواړو بالخصوص افغانستان کی۰
    ظالم ،فاسد او جاهل موجودات د انسانیت لپاره شر دی ،عزیز ذو انتقام رب دِ شر، د شراچوونکو په کور ور سم کړی او اسلامی امت ته دِ نجات ورکړی وهو ارحم الراحمین۰

  4. لیری نه ده چی د پاکستان – انګریز – چین – امریکې – طالب د ګډی پروژې د ناکامۍ په صورت کی:
    د لوئی پکتیا او لوی کندهار لوی جراثیم د لویو توطئه ګرانو د لویو نقشو د اِعمال په نتیجه کی یو بل په لویه کچه حذف او نفی کړی او تر منځ خوار او مظلوم وولس د نورو لویو ستونزو سره لاس او ګریوان او نوری لوئی فاجعې را منځته سی.
    بله خبره دا ده چی زموږ غوندی هیوادونو کی معمولاً د حاکمیت پر ګدۍ د مطرح قدرتونو پلاس دوې ډلی کېنول سویدی ( چی ظاهراً فکری تړاؤ سره لری خو په باطن کی سخت اختلاف سره لری او بادارانو ئې د دواړو ډلو د شتون څخه په مختلفو جهتونو کی ګټه پورته کړېده).
    بناً
    طالبی ډله هم ددې شومی قاعدې څخه مستثنی نه ده او کېدای سی چی د طالب د خپلمنځی ډلو تر منځ اختلافات په دښمنی بدل او فاجعه را منځته سی.

  5. موټکی او د کباړي زامن خرکانیان دغه د پنجاب وفادار غلامان دي. دوۍ هلته د افغان ولس په وینو په پنجاب کې تجارتونه او شتنمني جوړې کړې. دغه خنزیران او ددجال زامن د خپلو په وینو ګټلو شتمنیو لپاره د پنجاب ځنځیر ته لکه روزل سوي سپي خپلې پخپله ټيټوي. که چیرې ددفاع وزیر پخپل هوډټینګ ودریږي افغان ولس به یې تر شاه ودریږي. ځوان یعقوب باید پخپل ایمان ټینګ ودریږي ددغو لعنتي طاغوتیانو لپاره د ټول افغان ولس د نفرط حدود لوړې درجې ته رسیدلي دي . دوهم د کباړي او سعودي وهابۍ چیچیان انس سوډر او جمال سوډر هسي هم د عرب پسه په ساتلو او پټولو په کابل کې بدنام دي. هیله لرو سي یعقوب د تورمخي پنجابي هیلې ګور ته یوسي 👍❤️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب